ننګرهار: د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي سړکونه جوړېږي

عزم(یکشنبه، ۰۴کب، ۱۳۹۸ل): صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ننګرهار د شیخ مصري ښارګوټي ټول سړکونه جوړېږي او هم دغه ښارګوټي ته احاطه هم په پام کې نیول شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ چارسمبالي وزیر اجمل احمدي وايي، د دغه ښارګوټي د سړکونو د جوړولو او د احاطې سروې بشپړه شوې او په نږدې وخت به یې چارې پیل شي.

نوموړي د شیخ مصري په ښارګوټي کې خبریالانو ته وویل، ننګرهار ته یې د راتګ موخه د صنعتي ښارګوټو، پانګه‌والو، سوداګرو او د نورو ستونزو ته حللارې موندل او په دغه ښارګوټي کې د بېخ بینا چارو پیل کېدل دي.

د ننګرهار والي شاه‌محمود میاخېل وايي، د سوداګرو د امنیت ساتنې لپاره هڅې کوي، خو نورې ستونزې یې باید مرکزي حکومت ورحل کړي.

د ننګرهار د شیخ مصري په ښارګوټي کې اوس‌مهال ۳۶۰فابریکې فعاله دي، چې ګڼ توکي تولیدوي او د افغانستان نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.

ځايي چارواکي هیله‌من دي، که مرکزي حکومت د دغه ښارګوټي د برېښنا، امنیت او نورو برخو ته پام وکړي، نو په راتلونکو څو کلونو کې به په دغه ښارګوټي کې د فابریکو شمېر له ۵۰۰واوړي.

د شیخ مصري په ښارګوټي کې د افغان وریجو میل، خالص غوړي، جاوېد افغان د سیخ جوړولو، تل پسرلي کرنیز شرکت او نورې ګڼې فابریکه فعاله دي او سلګونه تنه پکې په کار کولو بوخت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: