کانونو وزارت: په ۱۶ولایتونو کې لا هم کانونه په ناقانونه ډول استخراجېږي

عزم(شنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۸ل): د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالی وزیر عنایت الله مومند وايي، په روان کال کې یې عواید ډېر شوي او د ګڼو پروژو چارې یې پیل کړي دي.

دی وايي، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د کانونو سکتور ټولیز عواید ۵۰۵۳۳۸۲۵۳۰ افغانیو ته رسېږي، چې ۱۴۸۵۵۷۰۷۱۴ افغانۍ یې مرکزي عواید، ۳۶۴۹۳۷۰۰۴ افغانۍ ولایتي عواید او ۳.۲ میلیارډه افغانۍ د تصدیو عواید دي.

د مومند په خبره، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د معدنکارۍ د ۵ غټو پروژو د داوطلبۍ بهیر پیل شوی چې د هرات او پروان ولایتونو د مرمرو، د کاپیسا ولایت د تالکو او مرمرو او د میدان وردګو ولایت د ټراورټینو پروژې پکې شاملې دي، خو د وړ او پر شرایطو د برابر داوطلب د نه پیدا کېدو له امله دغه پروژې بیاځلي داوطلبۍ ته سپارل شوې دي.

دی وايي، په زېربنایي تاسیساتو لکه ترانسپورټ، د برېښنا انرژۍ، ځمکه او اوبو کې د ستونزو د شتون له امله؛ په وړه کچه د معدنکارۍ پروژې او د ودانیزو توکو پروژې د وزارت لپاره لومړیتوب لري. د کانونو د ساتنې کمېټه، چې په خپلسرې توګه د معدني توکو له استخراج او قاچاق څخه د مخنیوي په موخه جوړه شوې ده، اوس یې خپلې چارې پیل کړي دي.

نوموړی وايي، لا هم په ۱۶ولایتونو کې ځینې کانونه په ناقانونه ډول استخراجېږي؛ خو د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره په همغږۍ، د رېګ او جغل د ۱۹ کارخونو او د ګچ جوړولو د ۳۳ کارخونو چارې چې په ناقانونه توګه یې فعالیت کاوه، درول شوې دي. د جیولوجۍ د سروې په برخه کې په ۱۳۹۸ مالي کال کې په ۱۵ ولایتونو کې د ګټورو توکو ۳۵ کانونه تثبیت شوي، د منرالي زېرمو د ۲۵۳ کیلومتره مربع مساحت سروې او نقشه اخیستل شوې، په غرونو کې ۹۱۰ متر مکعب کېندنې شوي، د ځمکې لاندې اوبو ۳۱۰ سطحې اندازه شوې او د جیلوجیکي اطلاعاتو ۱۰۹ راپورونه تحلیل او تفسیر شوي دي.

د مومند په خبره، په تېر مالي کال کې یې خپله ۹۹سلنه بودیجه لګولې ده او د بیارغونې او ګازو د کېندنې پروژې، د خصوصي سکتور او دولت ګډې پروژې، د شبرغان- مزارشریف د ګازو د انتقال د پایپ لاین پروژه، د افغان تاجیک د نفتي حوزې پروژه او د ټاپي پروژه؛ د کانونو او پترولېم وزارت له پراختیایي پروژو څخه ګڼل کېږي چې د یو شمېر پروژو چارې یې وروستۍ او د یو شمېر نورو یې روانې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: