موازي حکومت څه معنی؟ ولي موازي حکومت؟ ایا د خلکو خدمت دا ډول وي؟

عنایت الله (خاموش)
د هندسي فورمول په اساس موازي حکومت( ع به د غ سره موازي روان وي او یو بل سره به ټکر نه کوي)(!). د دې لپاره موازي حکومت چې هغه متل تطبیق شي( د حکومت یوه سترګه ړنده ده او بله سمه…) نو د دوی به دواړه روغي یا ړندې سي او هر څه تخ به رسیدګي کیږي(!).
د افغانستان اوسنی وضعیت تر بل هر وخت، هم د اندېښنې دی او هم د خوښۍ. نه پوهیږو چې اوس په خوښۍ ځان بوخت کړو او که په اندیښنه؟
له یوه لوري د طالبانو د اسلامي امارت او امریکايی لوري ترمنځ د سولي د توافقنامې نېټه اعلان شوه او ورته د ګوتو په شمیر ورځي پاتي دي. له بله پلوه د جنجالي او بې باوره ټاکنو د پایلو اعلان، چې اوس مهال یې ټاکنو ته د ولاړو ښکېلو اړخونو تر منځ، د یوه او بل تر خوله د لاسونو تیرولو، دیکه کولو او ښکنځلو لړۍ روانه ده.
په یوه وخت دغه دوه متضادو اعلانونو، موږ د پاڼ او پړانګ ترمنځ کړي يو، چې اوس وژاړو او که وخاندو؟
خیر په هر صورت رابه سو اصلي خبري ته او د توافقنامې تر بحث به تیر سو. موازي حکومت څه معنی؟ ولي موازي حکومت؟ ایا د خلکو خدمت دا ډول وي؟
نو که چیرته له دغه جنابانو(!) ټاکنو ته د نوماندانو او د هغوی د پلویانو سره په رښتیا هم د افغانستان غم وي او ورته خدمت کول غواړي؛ بیا نو ولي دومره سره په کشمکش دي؟ اسانه طریقه یې ده، پرې عمل دي وکړي. هم به یې خلک له شره خلاص وي او هم به افغانستان له روان بحراني ایستلی وي.
یو دي مشر کړي او نور دې پیروان شي(!)
هو رښتیا، هغه حضرت صاحب هم مړ سو چې استخاره یې کړي وای، چې کوم یو باید مشر سي. خیر د دې کار لپاره دي اوس سیاف ته د استخارې دنده ورکړل سي.
نو که هدف یې هیواد ته خدمت کول او له بحران څخه د هیواد وتل وي، ټول دي د ولس د خدمت لپاره پرته له امتیازه کار وکړي او محبوبیت دي پیدا کړي؛ خو که هدف یې چور، عیش و عشرت او قدرت ترلاسه کول وي، نو بیا یې موازي حکومتونه جوړول حق دی، باید جوړ یې کړي او بې شعوره کسان یې باید ټینګ ملاتړ وکړي. کنه د دوه میلیونه رایه اچونکو په خوله څوک نسي ولسمشر کیدای، یواځي ارګمشر به وي!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: