افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

 

ذاکر جلالي – د پوهنتون استاد او چارو کارپوه

له اوږدو انتظارونو، ځنډونو او خنډونو وروسته، بالاخره نن (د فبروري ۲۱مه) طالبانو او د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په جلا جلا اعلامیو کې د اورکم خبر ورکړ. دا لاسته‌راوړنه د هغو یوولس پړاوویزه مذاکراتو په پایله کې ممکن شوه چې له سپټمبر ۲۰۱۸ راهیسې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي ټیم او د ملا برادر تر څارنې لاندې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مذاکراتو ټیم ترمنځ وشول. دا اسانه خبرې نه وې. د طالبانو د غورځنګ مرستیال ملا سراج الدین حقاني په نیویارک ټایمز کې په خپله مقاله کې لیکلي چې کله یې استازو په ۲۰۱۸ کې له امریکايي لوري سره خبرې شروع کولې، دا چې مذاکرات به کومه پایله ورکړي، باور یې صفر ته نژدې وو. په همدې ډول که څه هم د دغو خبرو پایلو او سولې ته د ډېرو افغانانو سترګې وې؛ خو هېچا باور نه درلود چې دا خبرې به رښتیا هم پایله ولري.
طالبانو په خپله اعلامیه کې لیکلي چې د توافقنامې د لاسلیک لپاره «مناسبه فضا» برابروي چې هدف یې اورکم دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دواړه لوري په دوحه کې دې تفاهم ته رسېدلي چې په ټول افغانستان کې به تاوتریخوالي کموي. په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د فبروري په ۲۹مه به له طالبانو سره هوکړه‌لیک لاسلیکېږي. د طالبانو پوځي کمېسیون په اعلامیه کې لیکل شوي چې د دوی له خوا به پر ولایتي مرکزونو، د بهرنیانو په ټولو اډو او په کابل کې د افغان حکومت په فرقو، غونډونو او قول اردوګانو باندې بریدونه نه کوي. همداراز به افغان حکومت او بهرنیان د طالبانو پر مرکزونو ډرون، چاپې او راکټي بریدونه نه کوي.
ملا سراج الدین حقاني په خپله لیکنه کې وايي «ان کله چې ولسمشر ټرمپ خبرې وځنډولې، موږ بیا هم د سولې دروازه پرانیستې وساتله ځکه چې افغانان تر بل هر چا د جګړې له دوامه زیانمنېږي. د سولې هېڅ هوکړه له دومره سختو او شدیدو خبرو وروسته له متقابل جوړجاړي پرته نه شي ترلاسه کېدای».
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې له ډېرو کږلېچونو او پېچومو تېرې شوې. سره له دې چې د بې‌باوریو تشه ډېر پراخه وه؛ خو بیا هم دواړه لوري وتوانېدل چې اوس په ډاډ سره رسماً ووايي چې د فبروري په ۲۹مه به هوکړه لاسلیکوي. یوازې د بې‌باورۍ خنډ هم نه و. په امریکا کې دننه د دغو خبرو پر وړاندې د جګړه‌پلوو نظامیانو او استخباراتو مخالفت پاموړ و. په افغانستان کې ولسمشر غني په دغو خبرو کې رول نه درلود. ځکه یې مخالفت کاوه. د ډاکټر غني اساسي اندېښنه دا وه چې د سولې هره پرېکړه به د ده په برخلیک کېږي؛ ځکه یې په دغسې حساس وخت کې د انتخاباتو کیسې ته لومړیتوب ورکړ. په هر صورت، دغه خبرې اوس وروستۍ شوې ښکاري او که هر څه له پلان سره سم پرمخ ولاړشي، تمه ده چې په یاده نېټه به دوحه کې هوکړه لاسلیک شي.
اوس مهمه پوښتنه دا ده چې د هوکړې له لاسلیک وروسته به بین الافغاني خبرې څنګه کېږي. د سراج الدین حقاني په لیکنه کې هڅه شوې چې دغو اندېښنو ته ځواب وویل شي. حقاني لیکي چې د بهرنیانو له وتلو وروسته نظام د افغانانو خپلمنځي تفاهم او اجماع پورې تړلی دی. د طالبانو مرستیال لیکلي «موږ ژمن یو چې له نورو لوریو سره د مشورې او رښتینې درناوي له لارې کار وکړو چې پر یوه نوي او ټول‌شموله جوړښت باندې سلا شو چې د هر افغان غږ په کې منعکس شوی وي او هېڅ افغان ځان بهر ونه ګڼي».
د سراج الدین حقاني لیکنه په ډېر یوه مهم پړاو کې خپره شوه او ډېرو مهمو اندېښنو ته په کې د ځواب ورکولو هڅه شوې ده. که څه هم طالبانو له پخوا دغه څرګندونې درلودې؛ خو دا چې د ملا سراج الدین حقاني له ادرسه وویل شي، دا مهمه وه او خپله معنا لري.
اوس مسئله دا ده چې ایا افغان حکومت راتلونکي پړاو ته چمتو دی؟ د افغان سولې دومره ډراماټیکو پرمختګونو وړاندوینه افغان حکومت کړې وه؟ که د طالبانو مسئله څنډې ته کړو، افغان حکومت تر بل هر وخت په ملي او حکومتي کچه وېشلی او پاشلی دی. د سولې په تړاو د ډاکټر غني د ټیم او ویاندویانو الفاظ ډېر توند او ترخه شوي. هره ورځ د سرو کرښو یادولو هڅه کېږي. د ده او سیاسیونو ترمنځ اختلافات تر بل هر وخت زیات دي. د طالبانو او امریکایانو ترمنځ چې هوکړه لاسلیک شي، طالب پلاوی به چمتو وي او که ارګ او سیاستوال د ليستونو په جوړولو او ردولو اخته وي دا حالت به د طالب په ذهن کې د دغه حکومت واردمخه ټیټ حیثیت څومره کمزوری کړي!
د سولې خبرو له پرمختګ سره د طالبانو په موقف ګیریو او څرګندونو کې نرمښت ښکاري. ښه بېلګه یې د سراج الدین حقاني لیکنه ده. ایا حکومت، سره له دې چې د طالبانو په پرتله ډېر ظرفیتونه او سټېجونه په واک کې لري، دغسې هڅه کړې؟! د ډاووس او مونیخ په نړیوالو ناستو کې ډاکټر غني چې کوم الفاظ د خپلو حریفو سیاستوالو او طالب مشرانو پر وړاندې وکارول، د سولې د راتګ په تړاو د ده پر نیت شکونه څو برابره زیات کړل. د دغه حالت دوام د هېچا، ان د خپله ډاکټر غني په ګټه نه دی. په کار ده د وخت حساسیت درک شي، د ماضي له خپسې راووځو او راتلونکي ته د واقعیتونو او بدلونونو په منلو سره روښانه لار ترسیم کړو. کنه پرمختګونه دومره چټک او ډراماټیک دي، چې ښايي بیا به د یوې ښې پرېکړې فرصت په لاس کې نه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: