په نیویارک ټایمز کې د سراج الدین حقاني د مقالې مهم ټکی

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی
د فبروري په شلمه په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د طالبانو د مرستیال سراج الدین (حقاني) یوه مقاله نشر شوه چې په بهرنیو او محلي رسنیو کې یې ښه پراخ انعکاس ودرلود.
دا چې تر اوسه پوري په غربي ټولنه کې د افغانستان په اړه جګړه ییز ذهنیت حاکم دی نو ځکه ځینو د همدې ذهنیت لرونکو رسنیو پر نیویارک ټایمز ورځپاڼې نیوکه کړې چې څرنګه یې د ښاغلي (حقاني) لیکنې ته په یوه داسې مهم کالم کې د خپریدو چانس ورکړ؟.
که څه هم چې دا هیښووونکې ده چې په نیویارک ټایمز غوندې مشهورې امریکايي ورځپاڼې کې دي د داسې چا مقاله نشر شي کوم چې امریکايي ځواکونو ته تر ټولو مطلوب او پر سر یې لس ملیونه امریکايي ډالره جائزه ټاکل شوې وي.
خو په دوحه کې د طالب او امریکايي چارواکو ترمنځ وروستيو مذاکراتي پرمختګونو او همدا راز په افغانستان کې شته واقعیتونو د افغانستان په سیاسي معادلاتو کې اوس ډیر داسې څه شوني کړي چې یو وخت یې په اړه تش تصور هم ناشونی و.
په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې د سراج الدین(حقاني) په مقاله کې څو ټکی ډیر د پام وړ دي چې په لاندې ډول ورته اشاره کیږي:
لومړی د لیکنې ځانګړی زماني اهمیت دي چې ښاغلی (حقاني) څرنګه وکړای شول په داسې حساس او مهم وخت کې له دغې مهمې امریکايي ورځپاڼې څخه امریکايي حکومت او ولس مخاطب کړي؟
دوهم د لیکنې د مخاطبې لهجه یې داسې متوازنه او د وخت له سیاسي ادبیاتو سره برابره لهجه وه چې دوست او دښمن یې پر توازن او سوله ییزتوب اعتراف درلود او په خپلې لیکنې کې یېد طالبانو اړه د ټولو اندیښنو د رفع کولو ډاډ ورکړی و.
دریم: په لیکنه کې له امریکایانو وروسته افغانستان کې د افغانانو ترمنځ د یوه داسې جامع او فغان شموله اسلامي نظام بڼه ترسیم شوې وه چې هر افغان ور کې ځان او خپل حق په ښه ډول لیدلای شي.
څلورم: په لیکنه کې د امریکایانو او نړیوالو هغو اندیښنو ته قناعت بښونکی ځواب ورکړل شوی کوم چې دوی یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان په اړه لري.
پنځم:له افغانستان څخه د امریکا په شمول د ټولو نظامي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د امریکا په شمول نړیوالې ټولنې ته په افغانستان کې د سهم اخیستنې بلنه ورکول چې تر پوځي مشارکت وروسته هغوی ته د افغانستان په بیارغونې کې د ملکي مساهمت د یوه ښه چانس په توګه تلقي کیدای شي.
شپږم : د جګړې د پایته رسیدو په لاره کې تر هرڅه وړندې د طرفینو ( طالبانو ـ امریکا ) لخوا اعتماد په رامنځته کیدلو باندې ټینګار او د سولې په توافق کې د شرطونه د نه ښودلو سپارښتنه.
د نیویارک ټایمز له لوري په داسې مهمه برخه کې چیري چې د ولسمشرانو او د نړۍ د مهمو شخصیتونو لیکنې خپریږي د خلیفه سراج الدین (حقاني ) مقاله خپریدل د دې استازولي هم کوي چې نور امریکایان په افغانستان کې د حقائقو منلو ته اماده او قانع شوي دي.
کنه همدا امریکایان وو چې د سراج الدین (حقاني) په شمول یې د هغه پلار ، د هغه ترونه او د هغه وروڼه ټول په تورلیست کې شامل کړی او د هر یوه پر سر یې په ملینونو دالري جائزې تعین کړي وي.
ښايي امریکایانو د افغانانو خلاف له خپلې اتلس کلنې بیهوده جګړې څخه چې د دوی په تاریخ کې تر ټولو اوږده ناکامه جګړه بلل شوې نور دا عبرت اخیستی وی چې د زور آزمايي، سرټمبګي ،حماقت او د دې ولس د مدافعینو پر سر د ډالري جائزو تعینولو په ځای له هغوی سره د تفاهم لاره غوړه کړي.
مطبوعات دغسي یوه سالم تفاهم ته د رسیدو په لاره کې ښه رول لوبولای شي.
ځکه د ښاغلي (حقاني) په لیکنه کې د طالبانو (اسلامي امارت) او امریکایانو ترمنځ د نیږدي کیدونکي هوکړه لیک په اړه هم وضاحت شوی کوم چې به د روان میلادي کال د فبروري د میاشتې په (۲۹) نیټه په دوحه کې لاسلیک شي.
چې د جګړې د پایته رسیدو او د مخاصمو لوریو ترمنځ تفاهم ته د رسیدو لپاره د نیویارک ټایمز معتبرې ورځپاڼې لخوا د افغانستان د جهاد او آزادۍ د لارې د یوه تر ټولو وتلي پوځي قومندان خلیفه سراج الدین( حقاني) معنا لرونکې مقاله خپرول یو ښه او پر وخت مناسب اقدام ګڼل کیږي.
پای
د ۱۳۹۸هجري لمریز کال
د کب دوهمه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: