د روان تاریخي بدلون لپاره باید څه وکړو؟

 

افغانستان چې کابو څو لسیزې کيږي؛ د کمونیزم، فیوډالیزم، سوسیالیزم، نشنلیزم او… مفکورو د پلویانو له لوري په اور کې سوځي. دې جګړې افغانان له هر اړخه کمزوري کړل. افراد یې پکې له لاسه ورکړل، معیوبین سول، اقتصاد یې کمزوری سو، ژوندي ورک سول او بلاخره؛ تر ټولو لویه ضربه چې افغانستان ته ورسېده، د یوه واحد اسلامي نظام او اسلامي مفکورې د پلي کولو لپاره، د سوچ او مفکورې له منځه تلل دي.

بهرنیو تیري کوونکو له خپلو وسایلو په استفادې سره، زموږ هر څه کمزوري او نابود کړل او دې  ته یې لاره هواره کړه، تر څو د دوی په وړاندې د مقاومت کولو څخه ډډه وشي او یا که کوم څوک یې په وړاندي مقاومت کوي، بايد د دوی، يا اجيرانو له لوري يې له منځه يووړل شي.

خو دا چې نور له افغانستان څخه د پردیو لاس په ټولېدو دی، ازادي او خپلواکي راځي او هېواد به مو یوه نوي پړاو ته داخلیږي؛ نو موږ د روان تاریخي بدلون لپاره څه بايد وکړو؟

موږ افغانان چې پیړۍ- پیړۍ مو تر یوې اسلامي عقیدې لاندې د وروڼو په څېر ژوند کړی ؤ او کوو يې. لازمه ده چې د تلپاتي سولې او ښې راتلونکې لپاره باید فکر وکړو او پر نویو لارو چارو فکر وکړو. یو ځل خپل تېر تاریخ ته مراجعه وکړو، چې زموږ پلرونو او نیکونو څه ډول ژوند کړی او څه ډول یې د یو- بل د عزت او سرلوړۍ لپاره قربانۍ ورکړې؟ هغوی څه ډول له اشغالګرو سره مقابله کړې؟ څه ډول یې خپله عقیده ساتلې او څه ډول یې ځان له بحران څخه ایستلی؟ څنګه یې خپل پخوانی عزت ساتلی او څه ډول خپلې عقیدې ته ژمن پاتې سوي؟!

نو موږ هم باید د یوه واحد افغانستان او اسلامي نظام د جوړیدو لپاره کوښښ وکړو، په یوه غږ د یوه داسې اسلامي نظام لپاره کار وکړو؛ چې د قرآنکریم او نبوي احادیثو پر بنسټ پرېکړې کوي، د هر چا حقوق پکې خوندي او په تمامه معنی عدالت حاکم وي.

موږ باید هغه کسان و پېژنو چې د پردیو ګټو ته ژمن او پردیو عقایدو ته کار کوي او هغه اشخاص چې د خپلو شخصي ګټو لپاره په افغانستان کې د جګړې پلویان او جګړه اوږدول غواړي.

موږ باید نور راویښ سو او د پردیو له لوري په راوړل سویو جعلي مفکورو او شعارونو ونه غولیږو او نه هم د هغوی په امر د پردیو د ګټو لپاره د خپل ورور په مقابل کې ودریږو.

باید خپل دین، کلتور، خاوري او نورو برخو کې را اوښتي زیانونه اصلاح او د بیا پیاوړتیا لپاره یې په پوره اخلاص، دقت او صداقت هڅي وکړو. موږ باید د اسلامي نظام د بقاء لپاره چې زموږ هر اړخیزې ګټې پکې خوندي دي، هلې ځلې وکړو او داسې یو له باوره ډک، خپلواک او پر متقابل احترام ولاړ حالت رامنځته کړو، چې ټوله نړۍ؛ په خاصه توګه کفري ټولنې راته ګوته په غاښ پاتې شي او د بيا لپاره زموږ تر منځ د نفاق اچولو خيال له ذهنه وباسي.

ليکنه: عنايت الله «خاموش»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: