د ۹سوه زره رایو وړونکی ولسمشر کېدای شي؟

خط اول
د افغانستان اوسنی نفوس ۳۲مېلیونه اټکل شوی. په دغه ۳۲مېلیونه خلکو کې هغه افغانان شامل نه دي، چې له هېواده بهر ژوند کوي. همدا اوس نږدې ۵مېلیونه افغانان په پاکستان او ایران کې اوسېږي او زرگونه یې د نړۍ په نورو هېوادونو کې. د وگړو د شمېر یادونه ځکه اړینه ده، چې پرون د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان شوې او اشرف غني د دغو جنجالي ټاکنو گټونکی اعلان شو.
د ټاکنو کمېسیون پرون اعلان وکړ، چې اشرف غني د (۵۰.۶۴) سلنه رایو په گټلو سره د افغانستان ولسمشر دی. په ټاکنو کې د ټولو گډون کوونکو شمېر (۱۸۲۳۹۴۸) ته وو، چې اشرف غني ترې (۹۲۳۵۹۲) رایې ترلاسه کړي دي. تراوسه معلومه نه ده، چې له لومړي اعلان وروسته څومره رایې لغوه شوي دي او د اشرف غني ډلې څومره درغلي کړې وه. ځکه د ټاکنو کمېسیون په دې اړه هېڅ سپیناوی ونه کړ، چې په تېرو څو میاشتو کې یې څومره رایې چاڼ کړې او اوسنۍ رایې څومره رښتینې دي.
د ټاکنو کمېسیون له اعلان مخکې او وروسته د موازي حکومتونو د جوړولو گواښونه لا پر ځای پاتې دي. عبدالله عبدالله، جنرال دوستم، محمد محقق، کریم خلیلي، گلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او نور سیاستوال او نوماندان د ټاکنو پایلې نه مني او د ټاکنو کمېسیون په پراخه درغلۍ تورنوي؛ خو اشرف غني پرون شپه په ارگ کې خپله بریا ونمانځله.
د ټاکنو پایلې داسې مهال اعلان شوې، چې افغانان د سولې د زېرې په تمه وو او په ټاکنو کې بیا داسې ډله بریالۍ شوه، چې له لومړي سره د سولې مخالفت کوي. اشرف غني، لومړی مرستیال یې امرالله صالح، دویم مرستیال یې سرور دانش، د ملي امنیت شورا مشر یې حمدالله محب او گڼ پلویان یې په هېڅ قیمت واک نه پرېږدي او د سولې په مخالفت کې هره ورځ یوه ټکه راغورځوي. د سولې ښکاره او پټ مخالفتونه کوي او داسې شرطونه ږدي چې دوی تراوسه ورته خپله هم ژمن نه دي.
د سولې هیله اوس هم شته او داسې ورځ لرې نه ده، چې اوسنۍ ټاکنې لغوه اعلان شي، لنډمهالې اداره جوړه شي، امریکایان ووځي، طالبان راشي، واک واخلي او ملت له دې دربدرۍ څخه خلاص کړي. اشرف غني پوره پنځه کاله دروغ وویل، یوه ژمنه یې عملي نه کړه، د واک لپاره یې گډ حکومت جوړ کړ، په ټوله واکمنۍ کې یې کابینه له سرپرستۍ خلاصه نه شوه، د بمبار، چاپو او وژنو مخه یې ونه نیوله او نه یې د ملکي وگړو یوه وژنه وغندله. د اشرف غني پخواني سرسختي پلویان هم ترې خفه دي او هغه قصیدې اوس نه وايي، چې څو کاله مخکې یې زمزمه کولې؛ ځکه ازمایل شوي خلک بیا نه ازمایل کېږي.
افغان ملت سوله غواړي. دوی نور نه غواړي چې پنځه کاله نور هم د امریکايي گټو لپاره ځانونه ووژني. یا د اشرف غني په غوړو ژمنو تېروځي او رښتیا یې وگڼي. اشرف غني او پلویان دې یوازې دوې نمونې داسې وښيي، چې اشرف غني پنځه کاله مخکې ژمنه کړې وه او اوس یې پوره کړي وي؛ خو ټول حکومت یې یوازې د ژمنو په ورکولو او د ملت په تېرایستلو تېر کړ او که په واک کې پاتې شي، راتلونکې پنځه کاله باید هم همداسې هیله ترې وشي او بس.
اوس چې د ټاکنو کمېسیون اشرف غني گټونکی اعلان کړی او اشرف غني ته هم ځان«ولسمشر» ښکاري، نو د ۳۲مېلیونه وگړو لرونکی هېواد به هغه ولسمشر څنگه ومني، چې د ټولو رایو شمېر یې ۹سوه زره دی. یعنې اشرف غني د اوس لپاره یوازې یو مېلیون پلویان هم نه لري او د پلویان شمېر یې هم زرگونه کسانو ته رسېږي. په ټاکنو کې د خلکو کم گډون د امریکايي ډیموکراسۍ او د اشرف غني په جمهوریت درنه څپړه وه او دادې ښکاره ښکارندوي کوي، چې ملت نور اشرف غني او امریکايي ډیموکراسي نه غواړي، بلکې د ملت هیله سوله ده او د جگړې پای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: