پکه چا په ورا نه پرېښوده؛ خو دې د سر کجاوه غوښته!

 

ليکنه: عنايت الله خاموش

د امریکا او د هغوی د نړیوالو متحدینو پر وړاندې د افغان ولس بې ساری مقاومت او د اسلامي امارت تر واحد قیادت لاندې د مختلفو قومونو راټولېدنې؛ بالآخره امریکا او نړیوالو ته څرګنده کړه، چې څرنګه افغانانو پخوا سترې امپراطورۍ او ابر قدرتونه مات کړي، هماغه شان د امریکا پر وړاندې هم برلاسي کیدونکي دي او دوی هم ماتولی شي. نو ځکه امريکا هم وپتېیله تر څو له اسلامي امارت سره؛ چې د افغانانو د حقوقو اصلي مدافع دی، خبرې وکړي او د افغانستان اوږده جګړه ختمه کړي. دوی د دې لپاره د خبرو لاره غوره وبلله چې له نړیوالو او خپل ولس څخه؛ خپله نظامي ماته پټه کړي او دا وښيي چې د افغانستان موضوع یې د خبرو له لارې حل کړه کنه…

خو له بله پلوه دلته د دوی د ګوډاګي رژیم له لوري دا خبرې څو ځله سبوتاژ شوې، په نړیوالو کنفرانسونو کې يې د دې پروسې خلاف څرګندونې وکړې او طالب یې د ټولې نړۍ لپاره خطر یاد کړ او امریکا ته یې هم څو ځله وویل چې دوی کولی شي د زور له لاري دا جګړه مهار او طالب به له منځه یوسي. د کابل موجوده حاکمې ډلې په خپلو مهمو ادارو کې د پخواني کمونیستي رژیم کارمندان او د طالب سرسخت دښمنان پر دندو وګمارل، تر څو د دوی په لیکو کې جنګېدونکو عسکرو ته روحیه ورکړي. خو د اسلامی امارت له لوري پرې داسې تندریز ګزارونه وشول چې د اجیرو عسکرو روحیه یې له صفر سره ضرب کړه او هره ورځ به سلګونه وژل کیدل، اسیران کیدل او تسلیمیدل. د کابل رژیم هر ډول کړنې ترسره او خپل ټول وس يې وکاراؤ؛ تر څو امریکا دې ته لیواله کړي، چې په افغانستان کې پاتي شي او د دوی ګټې خوندي کړي، خو له دې هر څه سره سره بيا هم ونه توانېدل.

اوس چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ خبرې یوې پایلې ته رسېدونکې دي او ژر ده چې د یوې هوکړې په لاسلیک کولو سره به امریکايي اشغال ختم شي، نو غني یو ځل بیا له بړستنې سر راښکاره کړ او تیره ورځ یې د مونیخ په کنفرانس کې د دې پروسې څرګند مخالفت وکړ او دا خبره یې تکرار کړه چې؛ که طالبان سمه سوله کوي او له حکومت سره خبرې کوي، ولس یې مني او که یې موخه د حکومت او ټولنې پرځول وي، موږ یې پر وړاندې دریږو!

خو دی چې د سیمټي دېوالونو ترشا؛ له ولس څخه پټ دی، فکر کوي چې هغه څو کرايي لیکوالان، رسنۍ او هغه مدني او سیاسي حرکتونه چې دوی ورته امتیازونه ورکوي؛ فقط همدا ولس دی. د دې مقصد دا دی، چې دی هغه افغانان خپل ولس نه بولي، کوم چې د ده په اعلی سر قوماندانۍ او اجازه د اجیرو عسکرو او یرغلګرو له لوري هره ورځ شهیدانیږي، کورونه يې بمباريږي او زندانونه پرې ډکيږي. همداراز نړیوال هم د رسنیو له عینکو، يوازې هغه کسان چې د مدني ټولنو او سیاسي احزابو ترنامه لاندې د رسنیو په وړاندې حاضریږي، ځانونه د ولس استازي معرفي کوي او له حکومت څخه ملاتړ اعلانوي، حقیقي ولس بولي.

خو متأسفانه دوی تېرو ټاکنو ته هم نه ګوري، چې د میلیونونو ډالرو له مصرف سره سره د ۳۵ میلیونه نفوس څخه، یوازې شاوخوا يو نيم ميليون کسانو رایه ورکړه، چې په هغوی کې هم اکثره يې؛ يا د حکومت کارمندان وو او يا هسې په جعلي توګه دغه لستونه پرې ډک شوي.

نو غني او د ده پلویانو ته دې وویل شي، چې عام ولس خو له هغه چا سره دی چې څوک يې د حقوقو دفاع کوي او هغه څوک ورته مطرح دي او ننګه یې کوي، څوک چې په واقعي مانا له دوی سره ولاړ دي. نو ستا یې څه؟

اوس نو دا هم هماغه کيسه شوه چې؛ پکه چا په ورا نه پرېښوده او دې د سر کجاوه غوښته! طالب درسره خبري نه کوي او ته ورته د ولس ګواښونه کوې؟ هغوی دې ګوډاګی بولي او ته ورته شرطونه ږدې؟ هغوی دې په سیالانو کې نه بولي او ته ورته وړاندیزونه کوې؟ ایا تا تراوسه له ځان سره فکر کړی چې ته څوک یې؟ چا راوستلی یې؟ د چا ګټې درته مهمې دي او د کومو موخو لپاره دا موقف درکړل شوی؟!

نو ګوره غني خانه! هر څه چې کوې؛ خو له طالب سره د ځان سیال کولو هڅې مه کوه!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: