د شوروي يرغل د ماتې ورځ ولې لمانځو؟!

 

دا دی يو ځل بيا پر موږ هغه ورځ راغله کومه چې په دې هېواد کې د شوروي يرغلګرو ځواکونو وروستۍ ورځ وه. دا پوره يو دېرش کاله ړومبی د (۱۳۶۷ ه. ش) کال د دلوې مياشتې شپږ ويشته ورځ وه. په دې کې خو څه شک نشته چې له تېرو درې لسيزو راهيسې هر کال موږ په دې ورځ د خپلو مېړنيو غازيانو د تورې او سرښندنې څه نا څه يادښت کړی او د هغوی قربانۍ مو له ياده نه دي وېستلې. خو دا ځل، يعنې سږ کال يو بل عجيبه تصادف هم مخې ته راغلی. او هغه په همدې نن و سبا کې د امريکې او ناټو د صليبي يرغلګرو ځواکونو د وېستلو خبرې دي. بيدو هماغسې لکه دوه دېرش کاله ړومبی چې د شوروي لښکرو د وېستلو لپاره د جينيوا مذاکرات پيل شوي وو.

دغه راز د هغه مهال څو نورې خبرې هم د دې وړ دي؛ چې يادښت يې وشي او بايد چې افغان ولس د تل لپاره عبرت ترې واخلي. يو دا چې شورويانو په کابل کې خپل وروستي لاسپوڅي «ډاکتر نجيب» ته په واضح ډول پيغام ورکړ چې که تاسې خوښ ياست او که خواشيني، مسکو به خپل ځواکونه حتماً باسي. نو موجوده حالاتو په په کتو بايد چې د کابل حکومت هم په يوه کال کې دننه د يو دغه شان حالت منلو او زغملو ته چمتووالی ونيسي.

بله خبره دا وه چې د نجيب ګوډاګي حکومت هم د کابل د اوسنيو چارواکو غوندې خپلې ټولې هڅې په کار واچولې، څو روسان قانع کړي چې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه ونه باسي او همدغه شان اوس د کابل تش په نامه حاکمان اوس هم لګيا دي له صليبيانو په کلکه غواړي چې همدلته پاتې شي او د دوی په وينا له ترهګرۍ (اسلام) سره خپلې جګړې ته پرله پسې ناپايه دوام ورکړي.

خو دا دی بيا هم په وار وار له سپينې ماڼۍ خبرداری ورکول کيږي چې هغوی ته يوازې امريکا او ګټې يې لومړيتوب لري. په دې توګه موږ او ګرد افغان ملت د زړه له کومې هيله من يو چې همدغه روان کال د صليبي لښکرو د ماتې کال هم شي. په دې ډول به موږ د خپل ملي تاريخ پاڼو کې يوه بله داسې ورځ هم ورزياته کړو؛ چې زموږ باتورو شازلميو د خپلو سرونو په بيه هغو بهرنيو يرغلګرو ته پکې ماته ورکړې ده؛ چا چې زموږ د محو کولو او بدلولو هلې ځلې کولې.

البته که څه هم دا مهال په افغانانو کې يو شمېر هغه اشخاص؛ چې ځانونه روڼ اندي او هوښياران بولي، د افغان تاريخ پر دغو وياړونو ملنډې وهي او په ښکاره وايي چې ښه نو موږ به د دغسې وياړمنو ورځو په اوږده فهرست څه کوو او زموږ کوم درد به درمل کړي؟  له انګرېزانو سره زموږ د نيکونو لومړۍ جګړه او بيا يې شړل، هغه يې دويمه جګړه او بيا له دريمې جګړې وروسته د خپلواکۍ ګټلو ورځ، بيا د شورويانو يرغل او بيا يې د وتلو ورځ او بيا د (۱۳۸۱ ه. ش) کال د ميزان پنځلسمه؛ د امريکې او ورسره اته څلوېښت صليبي هېوادونو د يرغل او ان شاء الله (۱۳۹۹ ه. ش) کال يې د بشپړې ماتې کال.

ښايي دا ښاغلي د دې ملت معنوي ارزښتونو ته هيڅ کوم درناوی نه لري او تل يوازې په دې فکر کې وي چې په هر صورت او هره بيه يوازې د ژوند مادي اړخ وپالل شي.

خو بل لور ته بيا د افغان ولس يوازنی ارمان دا دی چې په هر قيمت او هره ممکنه طريقه د خپل هېواد او خلکو دين، کلتور او بشپړه خپلواکي وساتلی شي. مقصد دا چې د دې هېواد هر خاص و عام ته دغه د يرغلګرو د ماتې ورځې ځکه ډېرې مهمې دي چې بهرنيو يرغلګرو سره له خورا بې شانه عصري وسلو او وسايلو بيا هم ونه کړی شول زموږ هويت محو، ديني او ملي ارزښتونه مو بدل او مالي شتمنۍ مو راڅخه وتروړي. مانا هر خارجي يرغلګر په ډېر کبر وغرور راغی، موږ ته يې په ډېر سپک نظر وکتل او خپلې ډېرې ککرۍ يې دلته خاورې کړلې، خو په ډېره پښېمانۍ بيرته وتښتېدل او هيڅ يې تر لاسه نه کړی شول.

ګورئ انګرېزانو پرته له شکه غوښتل چې افغانستان د تل لپاره د هغوی يوه مستعمره پاتې وي، خو نه وشوه. شورويانو خو له سره په څټ کېدل اورېدلي هم نه ؤ او بيا امريکايي مشرانو څه و څه ويل؟ ستاسې به ياد وي چې بوش به غورې لاپې کولې، کله به يې زموږ له هېواده د ښځو پرده (چادري) ختموله، کله به يې ويل افراطيت (دينداري) له منځه وړو او کله به يې ويل چې نور دلته د ملا او طالب ځای نسته!

خو اوس حال وګورئ چې وطن کې څه روان دي. په دې اساس موږ هم باوري يو چې که خدای کول د شورويانو د ماتې په شان د صليبيانو د ماتې ورځ هم راروانه او زموږ د تاريخ يوه مهمه او تاريخي ورځ ګڼل کېدونکې ده. موږ به خپل وياړونه ساتو او د داسې ورځو يادښت به نه هېروو!

ان شاء الله.

استاد عبدالرحن سعيد

پکتيا – افغانستان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close