غزل/ مولوي عبدالسلام ضعيف

 

راځه چې سره کيښنو د الفت خبرى وکړو

په ټينګ عزم متين د حقيقت خبرى وکړو

که ماکړى که تاکړى د خداى په وړاندې کښيږدو

له ځان سره رښتيا د قضاوت خبرې وکړو

دوکه او چالاکي وچل بازي پريږدو وشاته

ماشوم غوندې يو ځل د صداقت خبرې وکړو

د خپلو منافعو خيال مغزو کې پيدا نکړو

په ژبه د افغان او د ملت خبرې وکړو

په حال د کونډو رنډو يتيمانو ځان خبر کړو

د بورې مور او پلار د اذيت خبرې وکړو

په خپل ګريوان کې ځانته د محشر قضاوت جوړ کړو

جزا ته د دوزخ او د جنت خبرې وکړو

يوځلې فرض د ناز ناز اولادونه يتيمان کړو

شهيد سره د ده د شهادت خبرې وکړو

تالا چې يې کورونه سول پراره سوه له کلى

د هغو مهاجرو د حالت خبرې وکړو

چې مات يې اندامونه يا يې قطع لاس او پښې وې

فلجانو سره ټوله د نعمت خبرې وکړو

ړندو ته چې يې سترګې د الله په لاره تللې

د لارې او د نور د هدايت خبرې وکړو

د هغو مسکينانو فقيرانو حال په ځان کړو

نادارو سره دغه د دولت خبرې وکړو

بيا ووايو جواب د دوی ټولو وسوالو ته

په ډاګه بیا د خپل مسئوليت خبرې وکړو

حساب ورکړو د سپینو بنګلو او لوکس موټرو

د خپلو اصرافونو او راحت خبرې وکړو

دا ښه دى چې يوځلي د مرګ وړاندې مرګ ته ورسو

له ځان سره د ځان د جنايت خبرې وکړو

که ورکړو قناعت بيا به کاميا ب یو په دارینو

بيا نسته ضرورت چې د حسرت خبرې وکړو

ضعيفه تباهي راځي په آه د مظلومانو
په ځاى د نفرتو به د الفت خبرې وکړو

مولوي عبدالسلام ضعيف

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close