پاکستان ته د اردوغان د سفر په غبرګون کې؛ سعودي زرګونه پاکستاني کاریګر نیولي

عزم(جمعه، ۲۵سلواغه ۱۳۹۸):وروسته تر هغه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اسلام آباد ته سفر وکړ او د دغه هیواد د چارواکو لخوا یې تود هرکلی وشو، سعودي یې په غبرګون کې په زرګونو هغه پاکستاني کاریګر چې دغه هیواد کې په مختلفو چارو بوخت وه، زنداني کړي دي.

تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې د سعودي لخوا د پاکستاني کاریګرو د نیول کیدو هیڅ لامل نه دی مالوم او وروستي راپورونه ښیي چې تیرو دریو ورځو کې د نیول شویو کاریګرو شمیر تر ۳۰ زرو پورته شوی دی.
د یادونې وړ ده چې سعودي د اردوغان په مشرۍ له ترکي حکومت سره سخت اختلاف لري او داچې پاکستاني چارواکو په لوړه کچه د اردوغان هرکلی وکړ، د سعودي سخته غوسه یې راپارولې ده.

بل لور ته د ترکیې ولسمشر نن د پاکستان پارلمان ته په وینا کې و ویل چې ترکیه د کشمیر مسئله د عدالت، سولې او مذاکراتو له لارې د حل پلوي کوي او ټینګار یې وکړ چې« د کشمیر مسئله د جګړې او فشارونو سره  د حل وړ نده بلکې د عدالت او سولییزو مذاکراتو سره حل کیږي.»

نوموړي د سعودي په مشرۍ پر اسلامي کنفرانس هم نیوکه وکړه چې تیرو څو کلونو کې نه دی توانیدلی حتی یوه غونډه هم د کشمیر په هکله دایره کړي.

اردوغان دغه راز د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف ) د څار له خړ لېسټه د پاکستان نوم د ایستلو په برخه کې هم د خپلې مرستې ډاډ ورکړ.

ټاکل شوې ده چې اردوغان به په پاکستان کې د ترکیې او پاکستان د سوداګرو په ګډه غونډه کې هم ګډون وکړي، د دې ترڅنګ به د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره هم دوه په دوه لیدنه ولري او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا څو تړونونه به ورسره لاسلیک کړي .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي هېواد یې له پاکستان سره ستراتیژیک او سوداګریز تعلقات پراخول غواړي.
له اردوغان سره په دې سفر کې د ترکیې د سوداګرۍ، اقتصاد، ښارجوړنې او ګڼ نور وزیران او ملي سوداګر ملګري دي او غواړي په لوړه کچه له پاکستان سره اړیکې ورغوي، چې دا به د پاکستان لپاره که له یوې خوا لاسته راوړنه بلل کیږي، خو له بل لوري به دغه هیواد خپل پخواني دوستان سعودي عربستان او امارات هم له لاسه ورکړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close