که خدای کول لږ به يې روغ ډېر به وژلي وزي/ همت

ورته زارۍ مکړئ که بیرته دا راغلي وزي
ودې وزي لاړدي شي سپاره وزي که پلي وزي

تاسوبه پریږدي خړي سترګي دولس په وړاندي
دوئ به سرټیټي په ملامات او شرمیدلي وزي

دخدای خاطروکړئ دپاتوورته ونه وایاست
چي له کاله مودازوی مړي سرخوړلي وزي

د دوئ دلاسه دلته دومره جنجالونه جوړدي
یابه شهیدیابه زخمي سړی له کلي وزي

له شوخ چشمۍله خپل سرۍنه لاس په سرشی بالا
ګورئ اخیربه دغه زورستاسوله ولي وزي

په دي خبره د داودهمت ښه پوخ یقین دی
که خدای کول لږبه يي روغ ډیربه وژلي وزي

شاعر: داؤد همت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: