کندز: نفوذي برید کې د قوماندانانو په ګډون ۶سرتیري وژل شوي

عزم(جمعه، ۲۵سلواغه ۱۳۹۸):راپورونه وایي چې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي برید کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده.

طالبان وایي، برید تیره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند په “عاقي بای” سیمه کې په یوه بوسته کې دننه ترسره شوی او نفوذي ملګرو یې ۲ تنه مهم قومندانان(عزیز او عمر) له ۴ نورو عسکرو سره یو ځای وژلي دي.

طالبانو ادعا کړې چې نفوذیان یې له ۵ میله کلاشینکوفونو، ۱ راکټ او ډير مهماتو سره یو ځای روغ مټ ور رسیدلي دي.

سیمیزو چارواکو تر دې مهاله په دې اړوند کوم غبرګون نه دی ښوودلی، خو په بلخ، بغلان او یو شمیر نورو ولایاتو کې یې طالبانو ته د تلفاتو د ور اوښتو خبر ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close