پمپیو: له طالبانو سره د ۷ ورځولپاره د تاوتریخوالي کمیدو برخه کې توافق شوی

عزم(جمعه، ۲۵سلواغه ۱۳۹۸): د امریکا د بهرنیو چارو ړزیر مایک پمپیو وایي له طالبانو سره  د اووه ورځو لپاره تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې توافق ته رسیدلي او دا یو ښه پرمختګ بولي.

 

پمپیو چې الوتکه کې یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل:  لا هم د سولې تر معاملې وخت پاتې دی خو هرڅه به ژر روښانه شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې تیرو څو ورځې کې “واقعي”او لوی پرمختګ شوی او دوی ورته ډیر زیات خوشبین دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې د امریکا د دفاع وزیر ماریسپر هم وویل چې له طالبانو سره یې “د اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کموالي پر وړاندیز” باندې خبرې کړې دي.

بلخوا بیا د امریکا جمهور رئیس ډونالډټرمپ د «آی.هارټ.رادیو» ته په یوه مرکه کې ویلي، د طالبانو سره د سولي د موافقې چانس ‌‌‌‌‌‌ډير زیات دی، اوددغې موافقې لاسلیک ته ‌‌‌‌‌‌ډير نژدې شوي یو.

نوموړي ویلي چې راتلونکو دوو۲ اونیو کې به هرڅه سم روښانه شي.

تازه د سولې خبرو کې نوي پرمختګونه او د امریکایي او افغان چارواکو تازه غبرګونونه هم راغلي چې همدلته یې لوستلی شئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close