د کرونا ویروس قربانیان نږدې یو نیم زرو ته ورسیدل

عزم(جمعه، ۲۵سلواغه ۱۳۹۸):د چین هوبي “واهان” آیالت کې د کرونا ویروس څپې لا هم پرمختګ کوي او تازه شمیرې ښیي چې د دغه ویروس له امله تیره ورځ ۱۱۶کسان نور هم مړه شوي دي.

چینایي رسنۍ وایي، تر اوسه د دغه ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۱۴۸۳ تنو ته رسیدلی او زرګونه نور لا هم په سخت حالت کې قرار لري.

د دغه هیواد چارواکي دغه راز وایي چې تیرو څلورویشتو ساعتونو کې شاوخوا ۴۸۲۳ نور کسان هم پر دغه ویروس اخته شوي چې تر دې دمه د اخته کسانو شمیر ۶۵۲۱۳تنو ته رسیدلی دی.

د دغه هیواد چارواکي وایي، دامهال شاوخوا لس ۱۰زره کسان په ناوړه حالت او مرګوني حالت کې دي او ۶ زره نور له روغتونونو رخصت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم پر دې ناروغۍ اخته نږدې ۲۵۰ کسان مړه شوي او تر ۱۴زرو زیات پرې تازه اخته شوي وو.

چین په ټول وهان آیالت کې د ماسکونو د تړلو جدي فرمان صادر کړی او سرغړونکو ته یې د درنې سزا ګواښ کړی؛ دغه راز پر هوټلونو، بازارونو، ښوونځیو، پارکونو او نورو عامه ځایونو د فعالیت بندیز لګول شوی او د دغه ۱۰۸میلیوني آیالت هر وګړی په خپل کور او خونه کې قرنطین یابندیوان دی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close