افغانستان کې یو امریکایی عسکر په ’غیرجنګي پېښه‘ کې مړ شوی

عزم (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸): پنټاګان تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې یو امریکایی سرتیری په غیرجنګي پېښه کې وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، ۲۱ کلن برانډن ټایم کیمبال تېره چارشنبه په باګرام هوايي ډګر کې ومړ.

په خبرپاڼه کې د نوموړي د مرګ د پيښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو پکې ویل شوي چې تحقیقات روان دي.

کیمبال د الوتکو ساختماني ترمیموونکی و او په ۲۰۱۶ز کال کې په پوځ کې داخل شوی و. نوموړي دوه مډالونه ګټلي وو.

دا په ۲۰۲۰ز کال کې اووم امریکایی عسکر دی چې په افغانستان کې مري. تېره شنبه په ننګرهار ولایت کې ۲ امریکايي عسکر د یوه افغان سرتیري په ډزو قتل او ۶ نور ژوبل شول.

سټارز اینډ سټرایپس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close