ټرمپ: طالبانو سره هوکړې ته نږدې یو

عزم (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸): د امریکا ولسمشر پرون پنجشنبه ویلي چې نوموړی فکر کوي چې هېواد یې له طالبانو سره د سولې د هوکړې یوه ښه موقع لري.

د رویټرز اژانس د خبر له مخې، ډونلډ ټرمپ د iHeart راډیو په یوه خپرونه کې د سولې د هوکړې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ”زه فکر کوم چې د یوې هوکړې کولو ښه موقع لرو. په راتلونکو دوو اوونیو کې به په هر څه پوه شو“.

تر ټرمپ وړاندې، د امریکا دفاع وزیر، مارک ایسپر، د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې وویل چې له طالبانو سره یې د ”اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کموالي پر وړاندیز“ باندې خبرې کړې دي. ایسپر وویل چې له خپلو متحدینو سره به د دې وړاندیز په اړه مشورې وکړې، او ځینې غونډې یې کړې هم دي.

د نوموړي په خبره، ”په دې برخه کې پرمختګ شوی او موږ به ژر په دې اړه نور خبرونه ولرو.“

د یادونې وړ ده، د طالبانو-امریکا مذاکرات خپلو وروستیو شېبو ته رسېدلي، او تمه ده چې راتلونکو څو ورځو کې به د تاوتریخوالي د کموالي په اعلان سره د هوکړې نهايي لاسلیک ته لار هواره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: