سناتور مایک لي: امریکا باید له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي

 

عزم(پنجشنبه، ۲۴ سلواغه ۱۳۹۸): امریکایي سناتور مایک لي وایي، د دې وخت رارسیدلی چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پایته ورسیږي او امریکایي سرتیري خپلو کورونو ته راستانه شي.

نوموړي ویلي هغه خلک چې له افغانستان د سرتیرو راویستل د امریکا لپاره یوه نظامي رسوایي بولي، باید وپوهیږي چې دا جګړه ګټونکی هم نه لري نو اړینه ده چې باید پایته ورسول شي.

نوموړي ویلي دا جګړه ځکه باید ختمه شي چې مونږ افغانستان کې ملیاردونه ډالر مصرف کړل او هیڅ ګټه مو نده کړې، نور باید بېځایه لګښت پرې نکړو.

هغه ویلي مونږ ټول دا جګړه بې معنا بولو نو ولې یې نه ختموو؟.

سناتور ویلي ټرمپ ښه پریکړه کړې، دغه جګړه باید نوره ختمه شي او خپل سرتیري کورونو ته راستانه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close