د راډیو خاوندان مې دې غږ واوري

کریم الله کامران
نن د راډيو نړيواله ورځ ده، د راډيو په اړه ښايې هر څوک ځانته نظرونه ولري، هر څوک د خپلو فکرو په اندازه خبره وکړي، چې په معاصر وخت کې راډيو د چا لپاره او په کوم بخش کې ډير ګټوره ثابته ده، او د چا لپاره تاوانونه لري او د خدمت په نوم د راډيو روان کار په خپل ذهن ارزوي.
زما په اند خو راډيو په معاصر وخت کې د غرب او د هغوی د لاسپوڅو نظامونو لپاره د ملتونو او ولسونو د ذهنيت د تسخير په موخه ډيره موثره وسيله ده، په اسلامي نړۍ کې د غربي کلتور د خپرولو لپار ډير کار کوي، د ډول ډول خپرونو په نامه د مسلمانانو د اسلامي او ملي ارزښتونو په خلاص مټ سپکاوی کوي، لکه څه رنګه چې يې اقتصاد د غرب پر غاړه پروت دی، داسې يې ټولې خپرونې د غرب تر نظر تيريږي، او برعکس هغه ملتونه چې د غربيانو سره په خپلو هيوادونو کې په فکري او نظامي مبارزه بوخت دي، راډيو کې ناست خلګ يې سخت مخالف دي، له وخته يې د هغوی دښمنۍ ته مټې رابډ وهلې دي، او د بدنامۍ هيڅ يوه موکه يې له لاسه نه ورکوي.
د هغوی په وړاندي يې د ژورناليزم اصول مات کړي دي، او سمدم د دښمنۍ رويه ورسره کاروي، چې د نمونې په توګه يې تاسو ته د تېر لنډ وخت دا حقيقتونه در په ګوته کوم.
لومړی : څه موده مخکې چې په ننګرهار شيرزادو کې يو عسکر پر امريکايانو بريد وکړ، څو تنه امريکايان يې ووژل، د بې بې سي په نوم راډيو په هغه خبر کې طالبانو ته د غليم په نوم سره وويل، چې ښايې دا بريد د افغان عسکر په جامه کې غليم کړی وي، او دا خو هر چا ته مالومه ده، چې د غليم کليمه په پښتو کې د سر د دښمن لپاره کارول کيږي، او په همدې توګه د ازادۍ په نوم د غرب غلامي راډيو د دې خبر په راپور کې طالبانو ته د اورپکو او عنصر په نوم ورکولو سره وويل: چې ښايې دا بريد د طالب اورپکو يو عنصر د عسکر په جامه کې کړی وي. سره له دې چې دا دواړي راډيوګاني ځانونو ته د خپلواکۍ نسبت هم کوي، او ځانونه د ژوناليزم د اصولو هم پابند ګڼي، خو طالب چې دلته د غرب د غاصب اشغال سره په فکري او نظامي جګړه بوخت دی، دوی د ځانونو دښمن ګڼلی دی، او هره بد نامي د طالب پر سر ور اړوي.
بله لا دا چې په تيرو ورځو کې طالبانو په بادغيس ولايت کې هغه خره ويشتلي وو، چې د اربکيانو پوستو ته يې اکمالات کول، سره له دې چې د طالبانو دا کار قصدي نه و خو د بې بې سي راډيو دې خبر ته دومره زور ورکړ ، ته به وايې، چې طالبانو شپېته کورونه نړولي دي، او لسګونه انسانان يې وژلي دي، خو امريکايان او د هغوی لاسپوڅي چې هره ورځ د بې ګناه افغانانو پر کورنو بمبارونه کوي، د شپې چاپې پر وهي، ړانده توپونه پر وروي، هره ورځ او شپه لسګونه افغانان شهيدانوي، لسګونه ټپيان او معيوبوي، مالي تلفات ور اړوي، وسايل يې په د بمونو په اورونو کې سوځوې، خو دا د راډيو خاوندانو راپور خپرول څه چې خپله يې هم پر دې زړه بوږنونکو خبرونو ځانونه ړانده، کاڼه او بې خبره اچولي دي.
که ژورناليزم دا وي، او د راډيو خدمات دا وي، نو همدا نن د راډيو په دې نړيواله ورځ دا ږغ پورته کوم، چې نه مو راډيو غواړو او نه مو ژورناليزم.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close