سامسنګ نوی قات کېدونکی موبايل نندارې ته وړاندې کړ

عزم (پنجشنبه،  ۲۴سلواغه، ۱۳۹۸): نن د جنوبي کوریا سامسنګ کمپنۍ نوی قات کیدونکی موبایل نندارې ته وړاندې کړ، چې نوې او په زړه پورې ځانګړتیاوې له ځان سره لري.

د ګلکسي زېډ فليپ Galaxy Z Flip په نامه د دې موبایل بیه ۱۳۸۰ امریکایي ډالره ده. کمپنۍ یې وایي، سر له سبا به یې بازار ته وړاندې کړي او د روان میلادي کال ترپایه به یې دوه نیم میلیونه ګوشي وپلوري.

د نوي عرضه شوي موبایل د‌ سکرين کچه ۶ اعشاريه ۷ اينچه ده. داخلي حافظه یې ۲۵۶ جي بي، او ريم یې ۸ جي بي دی. خو د ميموري کارډ ځای نه لري.

د سامسنګ د نوي موبایل ريزولوشن 1080 پر 2636 پیکسل (په يوه اينچ کې د ‌پيکسلونو تراکم ۴۲۵ پيکسله) دی. دغه راز شاته په کاور هم يو کوچنی سکرين لري چې (د يو اعشاريه يو اينچ) په اندازه دی.

دغه موبایل شاته دوې کامرې لري، چې هره یوه یې ۱۲ ميګا پيکسله دي او د سيلفي یا مخې کامره یې ۱۰ ميګا پيکسله ده.

د دغه قات کیدونکي موبایل بېټرۍ ۳۳۰۰ ميلي امپايره او په تور، بنفشه اي او تورو رنګونه کې دي.

د یاد موبایل وزن ۱۸۳ ګرامه دی او عامل سيستم یې انډرویډ 10.0 او 1 UI 2 دی.

د یادونې وړ ده چې سامسنګ تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ کې هم د ګلکسي فولډ په نامه قات کیدونکي موبایلونه بازار ته رااېستلي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close