ننګرهار: په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې هم د خُرما نوي بڼونه جوړېږي

عزم(پنجشنبه، ۲۴سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په پام کې لري چې په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د خُرما نوي بڼونه جوړ کړي.

د ننګرهار د کرنې رئیس ضمیر بهسودي وايي، دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړېږي.

د بهسودي په خبره، د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خُرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خُرما ونو دکرکېلې لارې چارې ښیي.

دی زیاتوي، خُرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي، د ننګرهار بټي‌کوټ او ددې ولایت یو شمېر نورې ولسوالۍ د خُرما نو لپاره مناسب اقلیم لري.

د کرنې وزارت له دې وړاندې په هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار کې د خُرما بڼونه جوړ کړي وو، چې پایله یې مثبته وه.

د ننګرهار په مرکز کې له دې وړاندې هم د خُرما یو بڼ جوړ شوی، چې سږکال ترې حاصلات هم راټول شول.

د ننګرهار د بټي‌کوټ ولسوالۍ مخکې په ګوشتې ولسوالۍ کې هم د خُرماوو بڼونه جوړ شوي، چې ځآيي چارواکي ورته هیله‌من دي.

ننګرهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده، د نارنج له ونو تر زیتونو هغو ښه پایله ورکړې. که د خُرما تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کېدای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close