د جڼغوزیو سوداګر: که چین ته یې صادرات ژر ونه رسېږي، مېلیونونه ډالر زیان کوي

عزم(پنجشنبه، ۲۴سلواغه، ۱۳۹۸ل): د جڼغوزیو یو شمېر سوداګر وايي، په چین کې د نوي چینايي کال او د کرونا ویرویس د خپرېدو له امله یې چین ته د جڼغوزیو صادرات درېدلي وو او په ټنونه جڼغوزي یې تراوسه په ګودامونو کې پراته دي.

دوی وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې یې چین ته بیا الوتنې پیل کړي؛ خو که د کب تر ۱۵مې یې ټول جڼغوزي صادر نه شي، نو مېلیونونه ډالر زیان به وکړي.

د جڼغوزیو سوداګر یعقوب خان منظور وايي، له تېرې یکشنبې راهیسې یې د «ترکیش ایر» چین ته بېرته الوتنې پیل کړي او دغه شرکت د ورځې شل ټنه جڼغوزي د هوايي دهلېز له لارې صادروي، چې د دوی د ورکړل شوې نېټې پورې یې ټول جڼغوزي نه‌شي صادرولی.

د منظور په خبره، د هوا له ګرمېدو سره جڼغوزي یو ډول مرض کوي او په افغانستان کې داسې سړې خونې نه‌شته، چې دوی د جڼغوزیو ښه ساتنه وکړي او له خرابېدو یې وژغوري.«دلته په افغانستان کې د جڼغوزو د ساتلو لپاره مناسبې سړې خونې نه لرو. له همدې امله د سوداګرو جڼغوزې به خراب شي. هوا ګرمېږي او جڼغوزې په ګرمې هوا کې خپل وزن له لاسه ورکوي او همدارنګه یو ډول مرض پیدا کوي چې د هغوی دانې تورې اوړي. که چېرې دغه ستونزه د کب تر ۱۵مې حل نه شي سوداګر به په مېلیونونو ډالرو زیان وکړي.»

دی وايي، چین ته د جڼغوزیو د صادراتو له درېدو وروسته په افغانستان کې د جڼغوزیو نرخونه هم کم شوي او اوس یو کیلو جڼغوزي په ۲۵۰۰افغانۍ پلورل کېږي؛ خو له دې مخکې یې بیه ۳۰۰۰افغانۍ وه.

د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، د ورځې ۲۰ټنه جڼغوزي چین ته صادروي او له ۲۰۱۸ کال په پرتله سږکال به یو زر او ۷۰ ټنه صادرات چین ته ولري.

د افغانستان جڼغوزي په چین کې ښه بازار لري او له تېرو څو کلونو راهیسې چین ته لېږل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close