د سولې خبره پرې ښه نه لګیږي!

 

نظر محمد مطمئين
پرون ماښام مې د مایک پمپیو د ټلیفوني خبرو راپور (چې له ډاکټر عبدالله سره یې کړې وې)، تر سترګو شو او هلته تر لس زیاتو سپین ژیرو، ځوانانو او مشرانو سره مې شریک کړ. زما څنګ کې د ډاکتر غني قومي او افراطي پلوی ناست و، باور وکړئ؛ د سولې خبره دومره بده ور باندي ولګیدله، چې په هغه لوی مجلس کې یې خپل ځان کنټرول نه شو کړلای، ویې ویل:
“دا یو کال کیږي چې تاسي همدا خبره کوئ، چې سوله کیږي، خو هر ځل چې سره نږدې شي، بیا ونه شي، ځکه د ډاکتر غني له خوښې پرته هیڅ نه کیږي.”
په زړه پوري لا دا، هغه مخکې ورځو کې يې ما ته وویل: “په هیڅ صورت ډاکټر غني له ارګ څخه نه وځي، چې تر څو ټوټه ټوټه نه شي، په ژوند خو یې څوک ور څخه نه شي ایستلای.
ډیر کوشش وشو چې ټاکنې ونه شي، مګر هغه ده وشوې، ډیر کوشش وشو چې موقت حکومت جوړ شي، مګر ونه شو. اوس هم تر څو چې طالبان له حکومت سره یو ځای نه شي او د ده مشرتوب نه وي، ډاکټر غني له ارګ څخه نه وځي او نه یې څوک ایستلای شي، ځکه هغه له امریکا سره جوړ دی او د امریکا سیاستوال باور پرې لري، همدی به په ارګ کې پاتې وي.”
داسي نه ده، چې د ډاکټر غني دغه پلوي دا خبرې له ځانه کولې، هغه هره اونۍ یو ځل ارګ ته ورځي او د خپل قوم هغو افراطي او پر ډاکټر غني مینو قومیانو سره هم هره اونۍ کښیني؛ چې د ډاکټر غني د هر ښه او بد کار لپاره دلایل تراشي، د بدو کارونو، حتی په چاپو کې د ماشومانو د وژنو لپاره هم دغه خلک د ډاکټر غني پر کړنو انتقاد نه کوي، په شپنیو چاپو کې د افغان میرمنو سپکاوي باندي هم دوی سترګي پټوي. دوی منظمې ناستي کوي او همدا فکر کوي چې دا ځل به ارګ نه پريږدي.
مګر! دغه ارګ ډیرې ککرۍ وخوړې. نو ښه داده چې دوی د جګړې د شدت پر ځای د سولې لاره ونیسي، آخر به هم سوله کیږي، امریکایې پوځیان وځي، موږ او دوی د خدای او خپل ولس په وړاندي حساب او کتاب ته پاتې کیږي.
د تورې زخم جوړیږې، خو د ژبې زخم نه جوړيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close