زاړه یاران – پردېس

پردېس

 

زه لا ژوند کومه، ساه اخلمه، پایم

د درنو حجرو درانه یاران مې ولاړل

لکه شمه بلېدل به په محفل کې

ښکلي ښکلي ها خواږه یاران مې ولاړل

لکه څوک چې غونچه جوړه کړي د ګلو

داسې یو یو هغه ښه یاران مې ولاړل

زه ترې پاتې یم په نیمه لار یوازې

د وفا په لار پاخه یاران مې ولاړل

چاپېریال مې ټول پردی دی لا بدلیږي

څه شول څه شول ټول زاړه یاران مې ولاړل

— ۱۳۶۹

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close