کرېکټ: نیپالۍ لوبډلې پر امریکا تاریخي ریکارډ جوړ کړ

عزم(چهار‌شنبه، ۲۳سلواغه، ۱۳۹۸ل): د نیپال ملي لوبډلې د امریکا متحده ایالاتو پر ملي لوبډلې ریکارډ جوړ کړ او په یو ورځنۍ لوبه کې یې ټوله لوبډله یوازې د ۳۶منډو په جوړولو سره وسوځوله.

د نیپال، عمان او امریکا ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ په نیپال کې پیل شوې ده او نن د نیپال لوبډله وتوانېده، چې د امریکا لوبډله یوازې په ۳۶منډو کې راټوله کړي او ریکارډ پرې جوړ کړي.

د امریکا په لوبډله کې زاویر مارشال یوازې ۱۶منډې وکړې. ایان هالنډ صفر، مونانک پټېل ۴، ارون جونز ۴، نسارګ پټېل۲، اکشي هومراج ۴، ټېمل پټېل ۱، کېمرون سټېل ۱، رشتوري تهېرون صفر، سوراب نیتروالکر صفر او نوستوشا کېجنګ هم په صفر وسوځېده.

د نیپال په توپ اچوونکو کې سنديپ لامېچن ۶ او سوشن بهاري ۳ امریکايي لوبغاړي وسوځول.

نيپال د امریکا له لوري ورکړل شوی هدف په ۵.۲ اورنو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ. ګیانیډر مالا صفر، سباش خاکورېل صفر، پاراس خدکا ۲۰ او دیپندر سینګ ۱۶ منډې وکړې.

د امریکا په توپ اچوونکو کې یوازې نوشتوش کینجایج دوه نیپالي لوبغاړي وسوځول.

له دې وړاندې هم یوه لوبډله په کمو منډو سوځېدلې، خو نیپال د لومړي ځل لپاره پر امریکايۍ لوبډلې دغه ریکارډ جوړ کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close