دلته سپرلی د وینو غاټولان راټوکوي

لیکنه:مولوی ضیاءالحق صدیق یار
سپرلی دکال هغه موسم دی چه دهیواد لراوبریی راتلو ته اوږد انتظار ایستلی وی،سپرلی له ځان سره دګلونو ګیډۍ راوړی ، ښکلاوې شیندی او په معطره هوا هرطرف ټپی او رنځور زړونه ټکوروی .
هوکی کله به هم چه پخوا وختونو کې سپرلي دهیواد په لراوبر میلمه شو ددی ملک وګړو به یی په شانداره مراسمولمانځنه کوله،کله به هم چه دځمکې مخ غاټولان،ریدی ګل اوکاپرګلي راوټوکول ماشومانو به دګُلانو تنې سرونو کې آویزاندې کړی وی کله به چه دکورانګړته رادننه شول سپین سرې نیا به د دوی سرونو کې دسپرلی نخښې ولیدلی په رنګارنګ نعمتونو به یی ددوی نازاخیستلو .
دسپرلی په رارسیدلو به دکلی ځوانانو هم قطارونه جوړ کړی ؤ دپوری غره لمن کې به دګلونو ترڅنګ ددوی قطارونه داسی ښکاریدل تابه ویل دوی هم دګلونو سکنی وروڼه دی.
د کلی ملالو پیغلوهم سپرلی په ځانګړو مراسمو لمانځلو.
داخو لاڅه چه دهوا مرغانو به هم سپرلی ته لا له وړاندی تابیا نیولی وه کله به هم چه په لراوبردسپرلی معطرې هواګانې خورې ورې شوې د زاڼو ګڼ قطارونه به دشنه آسمان دغیږې میلمانه ؤ دسهار له سپیدو سره به بلبلانو داسی زړه راښکونکي ترنم کولو چه رنځور زړونه به یی دخوښۍ په ټال زنګول.
خو اوس داسی نه ده اوس مو سپرلي د خوښیو مُرور دی او له پخوا سره بلا ډیر توپیر لری دلته اوس دسپرلی په رارسیدلو ماشومان دپخوا په شان ګلان سرونو کې نه ټومبی اونه هم سپین سرې نیا ته پخوانی نازونه پاته دلته ماشومانو د وحشی دښمن د وحشت درنه څپیړ په مخ خوړلی یاخو شهیدان شوی، یا یی هم دشهید پلارجان د یتیمتوب سپیره څپیړ په مخ خوړلی خوښیو تری کډه بارکړی او دغمونه څپې یی دویرپه ټال زنګوی.
د کلی ځوانان اوس دسپرلي خوښۍ دپوری غره لمن کې نه لمانځی او نه یی هغه پخوانی قطارونه شته دلته اوس زلمی دشهادت دکاروان سره تللی قطار یی نیمګړی ښکاری او د هدیری طرف ته روان دی د دوی پاته کاروان داسی ښکاری ته به وایی دمرغانو قطار دی ظالم ښکارزن ورباندی حمله کړی او قطاریی ورنیمګړی کړی.
ملالی مو هم اوس سپرلی نه شی لمانځلای اوس یی وروک شهید دی دویر اوغم ترانې وایی.
دهوا مرغان هم اوس دسپرلی په رارسیدلو قطارونه نه جوړوی او نه هم دلته دسپیدو هغه پخوانی کیف پاته دلته اوس دمرغانو دقطارپر ځای کشفی اونظامی طیارو قطارجوړکړی او د ترنم پرځای د طیارو ویرؤنکی اوازونه دشنه آسمان دغیږی میلمانه ده.
په پای کې دښکلاؤ پالونکی او دګلانو روزونکی رب ته لاسونه پورته کؤ چه هیواد مو دخوښیو کور کړی او مرورې خوشحالۍ راپه خولاکړی.
د همداسی شیبو په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close