د انځر خوړلو ګټې

 

انځر د مدیترانې بومي میوه او ګرم مزاجه ده. هغه کسان چې اوږدمهاله یا لنډمهاله ناروغۍ یې تېرې کړې وي او کوم ځانګړی حساسیت ورسره ونه لري, ښه ده چې انځیر وخوري تر څو بیا روغ او ورځنیو چارو ته ورسېدلی شي. انځیر ډېرې ځانګړتیاوې او ګټې لري چې دلته به یې ووایو:

وینه پاکوي او د وینې د غوړو ( کلسټرول) ضد دی. هېره دې نه وي چې د وینې غوړ د انسان وجود کمزوری کوي او لړزه ورته پیدا کوي.
سینه او کولمې نرموي.
د ساه بندۍ ( نفس تنګۍ) لپاره ښه دی .
په انځر کې وسپنه، آهک او منګنیز شته چې د هډوکو لپاره ګټور دي.
که تر ډوډۍ مخکې وخوړل شي، د اشتها پارولو سریېره د خوړو د ښه هضم لامل کېږي.
د چا چې کولمې وچې وي او د وجود اوبه یې کمې شوې وي او له همدې امله قبضیت ورته پیدا وي، تر ډوډۍ خوړلو مخکې دې انځر وخوري.
څوک چې له ډنګروالي ځورېږي او غواړي پنډ چاغ شي ؛ نو انځرر دې له بادیانو سره،  سهارنۍ کې وخوري. د بادیانو اندازه باید ډېره نه وي ؛ ځکه بادیان چې له حده ډېر وخوړل شي د مړیني لامل کېدی شي.
د انځرو خوړل د وجود اضافي اوبه د خولو په بڼه له وجوده باسي . مانا ټول سموم او زهرجن مواد د پوستکي له لارې دفعه کوي.
ځیګر یا يېنې ته ګټور دی.
د چا چې تیلي ستونزې ولري یا پړسېږي, انځر دي وخوري.
غوزان یا چارماغ چې له انځیرو سره وخوړل شي, د زهرو پر وړاندې د انسان وجود پیاوړی کوي.
د حافظې یا یادښت قوې د پیاوړې کولو په پار انځر + بادام + پسته وخورئ.
انځرر د خولې بد بوی له مینځه وړي.
ګلیسرین او د انځرو پوډر چې سر ګډ او پر غاښونو وموښل شي, هم سپینېږي هم یې کلکوي .
د اوربشو اوړه او د انځر پوډر چې د ملهم (مرحم) په بڼه جوړ شي، عضلاتي دردونه او هغه بخارونه یا دانکۍ چې مینځ یې سپین، شاوخوا یې سره وي، درد ولري او سوځي، ورکوي.
د انځر او زیتون غوړیو ملهم چاودو ته  هم ښه دی.
د انځر شیره ( کله چې د انځیر پاڼه له ونې راوشکول شي, یو ډول شیره ورسره راوځي) د زخو او میخکونو د ورکولو لپاره ګټه لري.
که تور شوي غاښونه درد کوي، د انځیر شیره دې پرې کېښودل شي، سمدستي یې درد اراموي.
د غوښې او حبوباتو د ژر پخولو لپاره یو دانه اومه ( خام) انځیر وراوچوئ.
انځر تبه او تنده وژني.
انځر باید ډېر هم ونه خوړل شي؛ ځکه بيا سترګو او معدې ته تاوان کوي.
د ویښتانو د ساتلو او قوي کېدو لپاره، اونۍ کې یو ځل د انځر پاڼې د نکریزو په بڼه پرې کېږدئ.
څوک چې غواړي چاغ شي، یو – دوه انځیره دې په شیدو کې خوري.

ډاکتر نويد خپلواک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close