د بمباريو او چاپو زياتوالی د رژيم د وارخطايي نښه ده!

 

د خبري سرچينو او عامه رسنيو د رپوټونو په اساس معلوميږي چې په دې وروستيو کې د افغان وژنې لړۍ يو خل بيا ګړندۍ شوې ده. تر دې چې؛ که يوازې د تېرو لسو ورځو تلفاتو شمېرنې وڅېړل شي، هم خورا لوړ ارقام ترې جوړيږي. لکه بادغيس، ميدان وردګ، هلمند، فرا او پکتيکا ولايتونو کې د بمباريو او شپنيو عملياتو په ترڅ کې چې لس ګونه هېوادوال وژل شوي او زياترو کورنيو پکې ځوانان، ماشومان او مېرمنې هم له لاسه ورکړې دي.

د شپنيو عملياتو او چاپو د زياتوالي رپوټونه په داسې حال کې خپريږي چې تر دې وړاندې څه لنډه موده کې د هېواد لروبر نه؛ د نسبي کرارۍ خبرونه راتلل، چې ان ځينو نړيوالو مبصرينو هم دا منلې وه چې افغانستان کې تشدد په کمېدو ښکاري. د زياترو سياسي څېړونکو په اند د ژمي سر کې د تاوتريخوالي د کمېدو يو مهم لامل دا ؤ چې امريکايانو او طالبانو د خپلو مذاکراتو په ترڅ کې د تشدد کمېدو په اړه څه نا څه تفاهم سره کړی وو.

خو څرنګه چې د کابل جګړه مارو چارواکو په دې ډول تفاهم کې خپل زيان ليده، نو ځکه يې په بېړنۍ توګه خپلو ديپلوماتيکو هڅو ته زور ورکړ او ټينګار يې وکړ چې د تاوتريخوالي کمښت يو مبهم مفهوم دی، نو تر هغو چې يو ثابت او جامع اورند نه وي شوی، د سولې په هکله پرمختګ ناشونی دی.

په دې توګه ورو ورو په هېوا کې د ګډو ځواکونو له لوري هم د هوايي عملياتو لړۍ يو ځل بيا تونده شونه او د کابل د اجرتي قاتلانو لاړې هم تېرې شوې.

هېره دې نه وي چې دغه د امريکايانو او طالبانو د مذاکراتو په ترڅ کې د تاوتريخوالي د کمښت په هکله څه نا څه تفاهم او بيا يې عملاً په هېواد کې د نسبي ارامۍ او کرارۍ محسوسېدل، خپله دا شاهدي وايي چې د کابل تش په نامه چارواکي تر کومې اندازې بې واکه او پردي نوکران دي؟! د هېواد له وضعيته باخبره سياستوال ډېر ښه پوهيږي چې دلته د هوايي عملياتو، بمباريو، بې پيلوټه بريدونو، شپنيو چاپو او چاڼيزو عملياتو ټول واک و اختيار؛ د دوی په اصطلاح د غوڅ ملاتړ د لوی قوماندان په لاس کې دی، نه د ارګ د بې واکه اعلی سر قوماندان سره.

د ارګ وحشي نوکران خو ايله د دې لپاره چارواکي دي چې د خپلو بهرنيو بادارانو د خوشالۍ لپاره پر خپل قوم بريدونه وکړي او تر بهرنيو صليبي يرغلګرو لا زيالت د دې هېواد مېړني ځوانان راونيسي، ويې تړي او ويې وژني. همدا وجه ده چې اوس د کابل رژيم د مفسدو مشرانو په ګوزڼ وهلو اندامو کې هم سا چلېدلې او د هېواد ګوټ ګوټ کې يې د بې ګناه او مظلومو هېوادوالو وژنې او ځورونې ته لاسونه ورغځولي دي.

د صليبيانو پر مرداريو راغونډ شوي هېواد پلورونکي بړيڅي يقيناً يوازې په دې هکله واک و اختيار لري چې خپل خلک ووژني او د اجرتي قاتلانو رول اداء کړي. او د همدغه ډول عملياتو واک او اختيار او دوام هغوی ته د «خپلواکۍ» په معنی دی.

البته يوازې دومره واک او اختيار چې پنځه وژني که لس، يا دومره چې سهار يې وژني او که ماښام!

له بلې خوا د افغان وژنې د لړۍ توندوالی د کابل ادارې د وارخطايي يوه څرګنده نښه هم ګڼل کېدای شي. ځکه پر ګدۍ ناست اجيران په دې ورځو کې له يوې خوا د خپلو شرمېدلو ټاکنو د پايلو له اعلانولو ايسار دي او بل لور ته د زياترو نړيوالو ادارو له آدرسه د نااهلۍ، بې کفايتۍ، درغلۍ او فساد ډېر غږونه هم ورپسې دي، چې دا دی اوس يې دوی هم په نړيواله کچه رسوا او کاملاً يې اعصاب ورخراب کړي دي.

ښايي د دوی د قهرېدلو او ځوښېدلو يوه وجه هم؛ دا وي چې يو پلو مجاهدينو سره د يو شمېر هېوادونو اړيکې او په نړيواله کچه د هغوی اثر او رسوخ ويني، بل خوا پر دوی د فساد اوازونه کيږي، بل لور ته هېواد کې دننه د بهرنيانو پر خلاف کرکې مخ پر زياتېدو او د رژيم په شريکانو کې خپل منځي دښمني هم په ګرمېدو ده. ګومان کيږي همدغو اسبابو خپله د کابل رژيم د مشر «اشرف غنی» فکر نور هم ګډوډ کړی وي. ځکه خو شپه ورځ لګيا وي هر ډول مجالسو کې خپلو نړيوالو ملګرو سره افغانستان کې د ديموکراسۍ د ناکامېدو پر اندېښنه خبرې کوي.

نوموړی زيار باسي څو پرته له امريکايانو؛ د نورې نړۍ د ملحدينو او بې دينانو پام هم را واړوي او په دې يې وپوهوي چې که له ده سره مرسته ونه شي نو پرته له شکه چې افغانستان کې به يو ځل بيا دوی د اسلامي نظام شاهدان وي، کوم چې د ده په خيال د ګردۍ نړۍ لپاره خورا ستر خطر دی.

ليکنه: استاد عبدالرحمن سعيد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close