د هرات د پولیسو د عملیاتي قطعې قومندان د ملي اردو له لوري وژل شوی

عزم(جمعه، ۱۸ سلواغه ۱۳۹۸): د هرات ولایت څخه یوې امنیتي سرچینې خبر ورکړی چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د عملیاتي قطعې قومندان احمدشاه خان جلالي د ملي اردو له لوري وژل شوی دی.

د هرات امنیتي مسئولین د هغه د وژنې تایید کوي او وایي چې هغه نن په هرات ولایت کې د ملي اردو د تلاشۍ یوې پوستې ته څیرمه د ملي اردو له لوري په تیروتنه کې وژل شوی دی.

خو یوه بله سرچینه بیا وایی چې نوموړی د هرات ښار نواباد سیمه کې د نامعلومه وسلوالو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.

د یادونې وړ دی چې تر اوسه په یقیني توګه د هغه د وژل کیدلو لامل نه دی معلوم چې په تیروتنه د عسکرو له لوري او که د وسله والو له لوري وژل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: