د ارزګان والي: د خلکو ۸۰ سلنه قضیې د طالبانو محاکم حل کوي

عزم(جمعه، ۱۸سلواغه ۱۳۹۸):د اروزګان والي وایي دغه ولایت کې د دولتي محاکمو فعالیت صفري نقطې ته راښکته شوی او سیمیزو ولسونو ورباندې خپل بشپړ باور له لاسه ورکړی دی.

والي اسدالله سعید رسنیو ته ویلي، د اروزګان په شپږو ولسوالیو کې هیڅ دولتي قضایي بنسټ شتون نه لري او د مرکز ترینکوټ په ګډون د ټول ولایت په کچه د خلکو اتیا۸۰ سلنه ستونزې طالب قاضیان حل کوي.
سعید زیاتوي،د ټولو ولسوالیو لپاره محاکم شته خو مرکزونه یې په مرکز ترینکوټ کې قرار لري، چې باید لویه څارنوالي او نور مسؤل جهتونه په دې هکله له دوی سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د اروزګان ولایتي څارنوالۍ دا مني چې طالبانو ترې د خلکو د قضایي ستونزو دپریکړو واک اخیستی، خو وایي چې د دې ستونزې د څیړنې او ارزونې چارې یې پیل کړې، چې تر څیړنو وروسته به یې په هکله پریکړه وکړي.

د اروزګان د څارنوالۍ مرستیال «وحیدالدین ارغون» وایي، لویه ستونزه نا امني ده او دوی نه شي کولی په خلاص مټ سیمې ته قضایي بنسټونه ولیږي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د پیک په نامه یوه رسنیز تحقیقاتي مرکز په یوه څیړنه کې ویلي وه چې د افغانستان په لویدیځو ولایاتو کې ۲۱ داسې ولسوالۍ دي، چې هیڅ قضایه بنسټ په کې شتون نه لري.
پیک زیاته کړې وه، چې په فراه، هرات، غور او بادغیس کې له هرو پنځو قضیو څخه یې ۳ طالبان حل کوي او پاتې نورې یې د دولت او قومي مشرانو لخوا حل کیږي.
شنونکي وایي، په دولتي قضایه بنسټونو کې پراخ بنسټه فساد، بې قانوني، د عدالت نشتون او نور لاملونه د دې سبب شوي چې خلک د دولتي څارنوالیو او محاکمو پرځای طالبانو ته خپلې ستونزې وروړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: