ايا د «حدأه» مرغه په هکله مو دغه معلومات درلودل؟!

د استرليا سډني پوهنتون څېړونکو نا اشنا مرغه موندلی، دوی وایي د حدأه(Brahminy Kite) په نامه یو مرغه د استرلیا د ځنګلونو د اور په خپرولو کې مسلکي کار کړی دی، د دې کار لپاره یې خپلې پنجې او مښوکې کارولي او دا کار یې په ډلیز شکل کړی دی،
دې پېښې پوهان هک پک کړل، څنګه یو مرغه د اور په بلولو او خپرولو کې دومره پراخه او مسلکي ونډه اخیستې؟ دا مرغه چا پوه کړ؟
دا څیړنه چې په 2018 م کال کې Ethnobiology مجلې حپره کړه، څېړونکو ویلي و چې دا ضرري مرغه د خپل ښکار د ساحې د پراخېدو له امله دا کار کوي او په دې کار یې د اسټرلیا سیمیز خلک ښه خبر دی، دا چې د انسان او چاپیریال لپاره دومره ګواښمن وي، باید ووژل شي.
دا خبره د یویشتمې پیړۍ معاصر عالمان کوي،خو څوارلس پیړې مخکې نبي کریم صلی الله علیه وسلم،د دې مرغه په وژلو امر کړی دی، که په حرم کې هم وي، باید ووژل شي،سره له دې چې په حرم کې ښکار او د ژویو وژل منع شوي دي.خو دا مرغه یې په فاسق یاد کړی دی، دې مرغه ته په انګلیسي کېBrahminy Kit وایي، په لوړو ودانیو او ونو کې اوسیږي.
څه موده وړاندې د برتانیي خبري کانال Cater News په بنګلور کې دا مرغه په مشهود جرم ولیده،دې مرغه د ښکاري له جاله ماهیان پټول چې د ښکاریانو کرکه او غوسه یې راوپاروله.

شرر ساپی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close