د پنځو دینارونو کیسه

 

دا د الجزائر هیواد د یوه بوډا رښتینې او خوندوره کیسه ده.

د روغتون په لور:

د عربي هیواد الجزائر یو بوډا کیسه کا چې څوارلس کلنه لور مې ناروغه شوه، ډاکټرانو راته وویل چې د پلازمینې لوی روغتون ته یې ورسوه. په الله مې توکل کړ او پلازمینې ته په سفر روان شوم. هلته چې ورسیدم د اړوند څانګې پوښتنه مې وکړه، هغه ډېره لېري وه، باید موټر کې سړی ورغلی وی خو زه له مجبوري پلی روان شوم.

د موټر اوږد سفر، زما بوډاتوب او کمزوری بدن او د لورکۍ ناروغي مې ډېر زورولم، مزل مې نه شوی کولی، لیږ به ولاړم بیا به کېنستلم، پخپل بدحالت او سختۍ به مې غونی راډک شو، غریو به ونیولم، له سترګو به مې اوښکې روانې شوې خو هغه به مې له لورکۍ نه پټې وچې کړې. نه مې غوښتل ناروغه لور مې په ژړا وویني.

مهربانه ځوان سره مخامخ کیدل:

زما د ترحم وړ په دې کمزوري حالت کې ښایسته موټر راغی، زما څنګ ته ودرید، دنګ او تروتازه ځوان ورنه راښکته شو، سپین د ډاکټرانو اوږد کمیس یې اغوستی و، د کار کارت یې غاړه کې راځړیدی، زما نه یې زما د اړتیا پوښتنه وکړه. زما غونی ژړا غوټه کړ او ژړا مې غږ رابند کړ.

ځوان راته وویل: اکا د ډاکټر کومه نسخه لرې یا دې تذکره راکړه؟ ما تذکره وروایستله، ځوان چې هغه وليدله، د هېښتيا نښې یې مخ کې راښکاره شوې، په ځیر ځیر یې ښکته پورته راته وکتل، زما څېرې ته ښه ځیر شو اخیر رانږدې شو، په تندي یې ښکول کړم او له سترګو یې اوښکې روانې شوې.

مال وه زویه څه درباندې وشول؟ خدای مه کړه کوم تکلیف او ستونزه درته ورسیدله؟! ول نه اکا، ستا پر حالت مې زړه وخوږیده. بیا یې زما لور موټر ته وخیږوله، ما ته یې وویل: اکا راځه، زه موټر ته وروختلم او د روغتون د اړوند څانګې لور ته روان شو.

ځوان اړوند څانګې ته ننوت ډېر خلک ورته حاضر شول، چا ته یې امر وکړ چې نجلۍ په عربۍ کې واخلي، خلک ورته ښکته پورته کېدل، ډېر احترام یې کېده، داسې معلومیدی چې دې روغتون کې د لوړ شان او درانه حیثیت خاوند دی.

لنډه دا چې زما د لور یې ګڼ شمېر معاینات وکړل، د عملیاتو کار یې برابر کړ، په هماغه شپه یې عملیات ترسره شول، د لور مې حالت بېخي برابر شو او د روغتیا وضعه یې د ډاډ وړ شوه. د ځوان د دې سترې قربانۍ او بې انتها مینې مننه مې د خوښۍ د اوښکو په بدرګه په ګوډوماتو جملو سره وویله.

د دې ځوان له برکته روغتون کې هر چا زما خدمت کوه، هر چا زما د لورکۍ په درملنه کې مرسته راسره کوله، ځوان لکه څومره چې د لوړ مقام او اغېزمن شخصیت خاوند و هغومره یې غوره اخلاق لرل او هر چا سره یې له انسانیته او شرافته ډک چلند کوه.

کوم ډاکټر چې زما د لور عملیات کړي و دری ورځې وروسته هغه راته وویل چې ته اوس خپل ناروغ کورته وړلی شې، خو ځوان راته وویل چې ته او لور به دې یوه اوونۍ نور هم زما کره پاتي کیږئ، ځکه نجلۍ ناروغي کمزورې کړې ده او ستاسو سفر هم اوږد دی. دې اوونۍ کې به دې لور هم برابره شي او ته به هم ارام وکړې.

زه د ځوان له مینې او مهرباني وشرمیدلم، خبره مې ورسره ومنله او پوره اووه شپې د هغه کره پاتي شوم، د هغه مېرمنې، اولادونو او پخپله ده زما او زما د لور په پوره مینه، نرمي او اخلاص سره خدمت کوه.

د ځوان پېژندنه:

په اوومه ورځ یې چې د ځوان کره په سترخوان ډوډۍ راته کېښودله او ټول پرې راتاو شول، ما له ډوډۍ لاس ونیو، چوپ پاته شوم او نه غږیدم! ځوان راته کړه: اکا خوره یې! ولې لاس نیولی ناست یې خیرت خو به وي؟! ما په لوړ غږ ورته وویل: والله که تر هغه وخته په ډوډۍ څکه هم وکړم چې ځان راونه ښيې، چې تاسو څوک یئ؟

دا شاوخوا لس شپې دې زما سره هر ډول مرستې وکړې، په کم وخت کې دې د لور علاج راته وکړ، اوونۍ دې په کور کې پراته یو، عزت، درنښت او په ډېره مینه زموږ مېلمه پالنه کوې او زه دې پېژنم هم نه چې ته یې څوک؟! ځوان ډېر کوښښ وکړ چې ځان راونه ښيي، خو زما ټینګار اړ کړ او راته ویې ویل: ته ډوډۍ وخوره وروسته حال درته وایم.

له ډوډۍ وروسته ځوان له حیا ډکه او په شرمندکې لهجه راته لګیا شو، ول اکا! که ستا یادېږي زه هماغه ماشوم یم چې په (1964م) کې په بس موټر کې زه ستا نه شاته سيټ کې ناست وم او تا “پنځه ديناره” راکړل! زه فلان نومېږم او د فلان زوی او بیستان لمسی یم. مال هو هو، بلکل، ته زموږ د کلي د فلانکي زوی یې؟!!

کیسه داسې وه چې موږ له ښاره لېري پرته سیمه کې د کروندګرو یوه کلي هستوږن یو، یوه ورځ د سیمې یوه بازار ته په بس موټر کې روان وم، زما شاتني سيټ کې دوه هلکان ناست وو چې د اووه کلنۍ شاوخوا عمرونه یې وو. یوه یې هغه بل ته وویل: سږ کال د بارانونو خونده نه وه، له ځمکې نه مو حاصلات ترلاسه نه کړل، پلار مې غریب بزګر دی، نو زه مجبوره یم سږ کال ښوونځی پریږدم!

ما چې د دې کشرانو هلکانو دومره معقولې او غمژنې خبرې واوریدلې، خپه شوم او ځمکه راباندې تنګه شوه، سمدستې مې جيب ته لاس کړ، “پنځه ديناره” مې راوايستل او هغه هلک ته مې ونیول، مال واخله، په دې ستا د ښوونځي لګښت پوره کیږي. هغه مهال پنځه ديناره ډېر شی و، د ښوونځي کتابونه او نور ټول وسایل پرې اخيستل کیدلی شوی…

خو هلک ونه منله او پنځه ديناره یې نه اخیستل! مال ولې یې نه اخلې زویه؟! ول ډاریږم پلار به مې ګومان وکړي چې دا پنځه ديناره مې له چا غلا کړي دي. مال پلار ته دې ووایه چې فلان د فلان زوی راکړل او ستا پلار ما له نږدې پېژني. هلک ډېر خوشاله شو او هغه پنځه ديناره یې ورواخیستل.

بوډا زیاتوي: زما دا کیسه بېخي هېره او له یاده وتلې وه. ځوان راته وویل: اکا! که هغه د ماشومتوب زمانه کې، هماغه پنځه ديناره تا نه وی راکړي زه به د الجزائر د دې ستر روغتون پروفیسر شوی نه وم. دا پیسې تا ماته په کال: (1964م) کې راکړې وې اوس کال: (1994م) دی، یعني (30) کاله وروسته زه او ته سره وینو. او الحمد لله چې ستا د هغې سترې ښېګڼې کمه او ناچیزه بدله مې درکړه.

ځوان زیاته کړه: ګوره اکا جانه! ستا د هماغه پنځو دینارونو له برکته زه په طب کې پروفیسر شوم، قسم کوم که یو چا په هغه ورځ ما ته د ټولې دنیا خزانې راکړې وی زه به همدومره پرې خوشالیدم لکه په هغه ورځ چې زه ستا په پنځو دینارونو خوشاله شوم. اکا زه ستا د هغې سترې ښېګڼې بدله هیڅکله نه شم درکولی. بس له الله تعالی نه به دعا درته غواړم چې هغه یې په دنیا او آخرت کې پرېمانه بدلې درکړي.

د بوډا پنځه ديناره که څه ډېر کم شی دي خو بېخي پر مناسب ځای خیرات دی، بوډا سره د دې ځوان مرسته او ښکته پورته یې ډېره وړه ګټه ده، لویه ګټه یې دا ده چې د دې کم خیرات له برکته الجزائري ولس ته یو د کار او خیر سړی تیار شو او د دې سړي په عمل کې بوډا ورشریک دی. نو د خیر چارې که لیږ یې هم باید زیاتې وګڼل شي او زموږ په څېر غریب ولس کې خصوصا د زده کړو په برخه کې له خلکو سره مرسته او پر هغوی صدقه خورا مهمه او ډېرې ګټورې پایلې رامنځته کوي.

استاد حامد «افغان»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: