د واټساپ یوه امنیتي نیمګړتیا لیرې شوه

عزم (جمعه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۸): په واټساپ کې یوه داسې امنیتي نیمګړتیا کشف او لیرې شوې چې ناپېژانده کسانو ته یې د کارن د شخصي فایلونو کتلو توان ورکاوه.

د سایبري امنیت کارپوهان وايي، که چا کارن ته یو مخرب لینک لېږلی و، او د کارن لخوا خلاص شوی و، کولای یې شوای چې د کارن په کمپیوټر کې شته معلومات ترلاسه کړي.

که کوم کس د دې خلا له لارې له برید سره مخ کېده، یو لینک به یې ترلاسه کاوه چې ظاهرا به د واټساپ لخوا و، خو که چیرې کارن خلاص کړی وای، د دې نیمګړتیا له امله به د تړوني لېږونکي کس کولای شوای چې په کمپیوتر کې موجودو فایلونو ته لاسرسی پیدا کړي.

دا نیمګړتیا، چې یوازې د واټساپ په ډسکټاپ نسخه کې موجوده وه، اوس لیرې شوې او ګومان نه کیږي چې چا دې ناوړه استفاده ترې کړې وي.

د واټساپ په وروستۍ بڼه کې دا ستونزه حل شوې ده. واټساپ خپلو کارنانو ته خبرداری وکړی چې په خپلو موبایلونو او کمپیوټرونو کې د واټساپ نوې اپډیټ شوې بڼه وکاروي څو له هر ډول امنیتي ستونزې په امن وي.

Independent

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close