بغلان: نږدې ۵۰ تنه دولتي عسکر له طالبانو سره یوځای شوي

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بلخ ولایت په دریو ولسوالیو"زارع، کلدار او خاص بلخ" کې هم شاوخوا ۵۴ تنه دولتي سرتیري له طالبانو سره یوځای شوي وو.

عزم(جمعه، ۱۸سلواغه ۱۳۹۸): راپورونه وایي چې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍپه مربوطاتو کې په لسګونو تنه دولت پلوي عسکر د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، د دغو عسکرو شمیر ۴۸ تنو ته رسیده چې په کې د ملي اردو، ملي او سیمیزو پولیسو منسوبین شامل وه.

مجاهد زیاتوي، دغه امنیتي کسان د دوی د دعوت او ارشاد کمیسیون په هڅو او د حقائقو په درک سره له امنیتي اداراتو راجلاشوي دي.

نوموړی وایي، تسلیم شوي عسکر یې تر هرکلي وروسته خپل عادي ژوند ته سوق کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بلخ ولایت په دریو ولسوالیو”زارع، کلدار او خاص بلخ” کې هم شاوخوا ۵۴ تنه دولتي سرتیري له طالبانو سره یوځای شوي وو.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په  خپرولو سره په بلخ کې  د یوځای شویو کسانو نومونه او انځورونه خپاره کړي او زیاته کړې یې ده چې یاد امنیتي کسان د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له سیمیزو طالبانو سره یوځای شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د تسلیمیدونکو دولتي عسکرو لړۍ په بې مخینې توګه زیاته شوې او هره میاشت په سلګونه دولت پلوې ملیشې له طالب ضده جګړې لاس اخلي، چې دې کار د دولتي چارواکو اندیښنې راپارولې او د خپلو ځواکونو د مرال لوړنې په موخه یې ویاندویان هم کله ناکله د لسګونو طالبانو د تسلیمۍ خبرخپورکړي  خو تر ورځو تیریدو وروسته رسنیز تسلیم شوي طالبان بیرته دولتي ملیشې وخیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: