حکومت د «بیان ازادۍ» ته په رښتیا ژمن دی!؟

خط اول:
کله چې د سولې خبرې تودې شي او داسې هیلې راپیدا شي، چې دا ځل به د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کېږي؛ نو د گډ حکومت چارواکي د «اتلس کلنو لاسته راوړنو» خبره ډېره تکراروي. د حکومت په تکراري خبرو کې «پر اساسي قانون معامله نه کول، د بیان ازادي، ولسواکي، جمهوریت او …» تکرارېږي. خو دې ته یې پام نه دی، چې پر اساسي قانون ډېرې پښې همدې حکومت اېښي دي. د گډ حکومت د جوړښت شکل له اساسي قانون سره ښکاره مخالفت دی. د ولسواکۍ یې دا حال دی، چې د ۳۵مېلیونه وگړو له منځه یوازې ۱،۸مېلیونه خلک په ټاکنو کې برخه اخلي. له ټاکنو پنځه میاشتې تېرېږي؛ خو تراوسه یې لا گټونکی او بایلونکی معلوم نه دي. یو حکومت دوه ټوټې شوی. یوه برخه یې جگړه نه غواړي او د سولې اراده ښيي؛ خو نیمايي حکومت د سولې ضد په هڅو بوخت دی. هره ورځ یوه نوې غوښتنه، یو نوی مخالفت او د نوې جبهې په جوړولو کار کوي. د جمهوریت خو پوښتنه مه کوه. د ارگ په څو مترۍ کې امنیت نه‌شته، خلک له لوږې مړه کېږي، دولتي بودیجه یوازې د څو کسانو جېبونو ته روانه ده، ټوله کابینه سرپرسته ده، وزیران یې د هېواد په رسمي ژبو نه پوهېږي، حکومت له وارداتي خلکو ډک دی او ملت د پولۍ ټک ته ناست دی.
له تېرو څو ورځو راهیسې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو خبریالان پر حکومت د دې له امله نیوکې کوي، چې معلومات پر وخت نه ورکوي. خبریالان د ځینو ادارو نومونه هم اخلي، چې ویاندویان یې اړیکې نه ځوابوي او په خبري پوښښ کې یې له ستونزو سره مخ کړي دي. د مالیې، کورنیو چارو او دفاع وزارتونه، د تدارکاتو اداره، ارگ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ وزارتونه او د نورو ادارو نومونه اخلي، چې معلومات پر وخت نه ورکوي او یا داسې معلومات ورکوي، چې د حکومت له تگلارو سره سمون خوري؛ خو خبریال ته په لاس څه نه ورځي. یعنې حکومت په لوی لاس نه غواړي چې د حکومت له منځه خلک خبر شي او له رسنیو یوازې د تبلیغاتي وسیلې په توگه کار اخلي.
د بیان ازادي اوس هم حکومت ته سره کرښه ده او له هېڅ لوري سره پرې معامله نه کوي؛ د همدغه حکومت د سینې لاندې هغه خلک په رڼا ورځ په نښه کېږي، چې د حکومت په شته نیمگړتیاوو نیوکې کوي. وحیده مژده یې شهید کړ، نظرمحمد مطمئن یې بندي کړ، د وژلو هڅه یې وکړه، فیض محمد ځلاند یې دوه ځلې په نښه کړ، پر محمد حسن حقیار یې برید وکړ، ټپي یې کړ او د حکومت نور مخالفین یې د خپل هدف ښکار وگرځول. ځینې ترې وژغورل شول، خو ځینې یې له منځه یوړل. د گډ حکومت پر مهال سلگونه هغه کسان په بېلابېلو پلمو له دندو گوښه شول، چې یوازې یې په ټولنیزو رسنیو کې پر حکومت نیوکې کولې. ښه بېلگه یې عبدالستار سعادت یادولی شو، چې د اشرف غني حقوقي مشاور و، خو پر حکومت یې د ملکي وگړو د وژلو له امله نیوکه کړې وه او حکومت هم له مشاوریت گوښه او پر کور یې کېناوه. د ارگ له لوري گڼو رسنیو ته د پیسو د ورکړې په بدل کې ویل شوي، چې «گردیو مېزونو» ته دې هغه خلک نه راغواړي، چې پر حکومت نیوکې کوي. حکومت هغه وېبپاڼې هم بندې کړې، چې د حکومت نیمگړتیاوې ښکاره کوي او وخت ناوخت پر حکومت نیوکې کوي.
د رسنیو او خبریالانو ټولنو په بیا ـ بیا ویلي، چې د گډ حکومت پر مهال له گڼو ستونزو سره مخ دي. خبریالان وهل شوي، ټکول شوي، سپکاوی یې شوی، وژل شوي، ټپیان شوي؛ خو د حکومت له لوري ورسره د شوي ظلم پوښتنه هم نه ده شوې. نه یې قضیې عدلي ـ قضايي بنسټونو څېړلي او نه هغه چارواکي محاکمه شوي چې خبریالانو سره یې بد چلند کړی دی. گډ حکومت په کومه خوله د بیان د ازادۍ خبره کوي او د بیان ازادي خپله سره کرښه یادوي.؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: