خبر او تبصره ..!!

۱- دفاع وزارت: تر اوربند پورې به طالبان په نښه کوو.
= تبصره: طالب وایی، تراوربند وروسته به هم د کابل عسکر په نښه کوم.

۲ – پژواک: ‏په تېرو دريو کلونو کې هر کال د ننګرهار نيمايي بودجه بېرته مرکز ته لېږدول شوي.
= تبصره: نو د فساد پر ضد چټکه مبارزه خو همدې ته وایی کنه.

۳ – ‏‏ولسمشرغني: پولیس د هېڅ افغان د وژلو حق نه لري؛ د قوې کارول بايد سنجيده وي.
= تبصره: د قوې سنجیده کارول، مطلب هر افغان چې وژنئ ټوله کورنۍ یې وژنئ.

‏۴ – غني: د مشرانو جرګې غړي دې د وړو مسایلو پرځای پر لویو مسایلو تمرکز وکړي.
= تبصره: باچا سلامت دروغ مه وایه، غټي مسایلي کله په افغانستان کې وی؟

۵ – ‏مدنی فعالان: د کندهار معارف له کلتوري، اخلاقي او مالي یرغل سره مخ دی”
= تبصره: البته دا یرغلونه ټول د مدني فعالانو له برکته دي.

۶ – ‏عبدالله عبدالله سکاټ مېلر ته د دوو امریکایي سرتېرو د وژل کېدو تسلیت ویلی.
= تبصره: آفرین، د نر بچیه ! دغه ستاسو د تسلیت برکت دی چې امریکایان نه وځي.

‏۷ – حامد کرزي لندن کی د نوازشريف د روغتيا پوښتنه وکړه.
= تبصره: هو، سیاسي پوښتنه سنت ده، په سیاسي کتاب کې راغلي.

۸ – ‏مُحب: د مذاکراتو ترڅنګ د جمهوريت ساتل او د خلکو خونديتوب مو هم لومړيتوبونه دي.
= تبصره: مذکرات، جمهوریت او د خلکو امنیت پریږده، د خپل سر غم کوه.

۹ – دانش : څوک چې هېواد اشغال ګڼئ موږ يې د طالبانو په ډله کې شريک ګڼوو.
= تبصره: طالب وایی څوک چې هیواد اشغال نه ګڼي، موږ یې د ارګ په ګوډاګۍ ډله کې شریک ګڼو.

۱۰ – واشنګتن پوست: د افغان پوځ په ليکو کې، زیاتره نشه‌ يان او د تیلوغله دي.
= تبصره: بلکل، روغ رمټ انسان نو تاسو چیري لیدلی، چې ګوډاګی شي.

۱۱ – اشرف غني: له تروریزم سره مبارزه پڅه روانه ده.
= تبصره: تیزه به شي، فدایانو ته مي ویلي، څه موده وروسته به نه ته یې او نه به دې ترهګرباداران.

۱۲ – سرخط: غوره ده چې طالبان لومړی له ملکي وګړو سره سوله وکړي.
= تبصره: نه خیر، ملکي وګړي او طالبان یو دي، سوله طالبان له امریکا سره کوي، بد تاسي ګوډاګیان یاست چې طالب درسره د سولي هیڅ اراده نلري. چپ له آریانا چوکه.

۱۳ – حکمتیار: ‏طالبان د اشغال پرضد جګړه کوي، نباید ترهګر ورته وویل شي.
= تبصره: آفرین، حق خبره حقه وي، هرڅوک چې یې کوي.

۱۴ – پژواک اژانس: ‏د سمنګان د خرم سارباغ لپاره د طالبانو د پوهنې مسوول ونيول شو.
= تبصره: ښه، پژواکه! د پوهني مسئول ته هم تاسي د دښمن په سترګه ګورئ.؟ شرم وکه.

‏۱۵ – مُحب: د ناکامورا قاتلین به ډېر ژر ونيول شي.
= تبصره: ودي نه ویل چې قاتلین یې د ملي امنیت په کوم ریاست کي دېره دي؟

۱۶ – آزادۍ راډیو: جاپانی ډاکټر تتسو ناکامورا چا وواژه؟
= تبصره: د کابل د شل سري حکومت لنډغرو.

۱۷ – ننګرهار امنیت شورا: زمونږ څیړنیز راپورښیی چې په اچین کې دبمونو دمور له امله هیڅ ډول روغتیایی ستونزي ندي رامخي ته شوي.

= تبصره: خلکو! د ننګرهار د امنیت شورا خبره مه منئ، هغوی مجبور دي، بیا امریکایان ډالر نه ورکوي. حقیقت دا دی، چې د بمونو مور ډېر بد اغیز کړي، اثرات یې څرګند شوي. د ولس خلک یې د سر په سترګو ویني، ډاکټرانو تصدیق کړې.

پای …….!
م. فرهاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: