د تاجکستان حکومت جومات په سینما بدلوي

عزم (جمعه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۸): د تاجکستان په دویم تر ټولو ستر ښار کې د دولت لخوا یو فعال جومات په سینما بدلیږي.

تاجکستانۍ اسیا پلس ورځپاڼې د جنوري په ۲۸تمه خبر ورکړی چې د خوجند ښار نوري اسلام جومات به، چې تر پنځه زره زیات عبادت کوونکي پکې ځایېدای شي، په ۸۰-څوکۍ درلودونکې سینما باندې بدل کړل شي.

ورځپاڼې د سغد ولایت د سیمه ییز حکومت د کلتوري څانګې د مشر، بختیار قاسیموف، یادونه کړې چې د هېواد په شمالي خوجند ښار کې د سینماوو په کموالي ناارامه دی.

نوري اسلام جومات – AsiaPlusTJ

قاسیموف ویلي، ”د فلمونو ښوولو ترڅنګ به موږ د فلمونو د شوقیانو لپاره غونډې هم ولرو. د فلمونو تر کتلو وروسته به خلک یوځای راټولېدای او د هغه څه په اړه بحث کولای شي چې لیدلي یې دي. په اروپا کې همداسې کیږي“.

ټاکل شوې چې په جومات کې جوړه شوې سینما به په راتلونکې مارچ میاشت کې، د نوروز په ورځو کې، پرانیستله شي.

د یوراشیا رسنۍ د راپور په بنسټ، له تېرو درو کلونو راهیسې شاوخوا دوه زره جوماتونه په تاجکستان کې په دې دلیل تړل شوي چې ګویا اړین اسناد نه لري. دا جوماتونه زیاتره په کیفو، د خیاطۍ په کارخانو، وړکتونونو او نورو عامه ودانیو بدلیږي.

د تېر ۲۰۱۹ز کال په وروستیو کې، د دې هېواد ولسمشر، امام علي رحمان، پر خپلو وګړو غږ وکړ چې د جوماتونو جوړول دې پرېږدي او پرځای دې یې روغتونونه او ښوونځي جوړ کړي.

د تاجکستان ۹۸٪ وګړي مسلمانان دي، چې زیاتره یې د حنفي مذهب پیروي کوي. خو حکومت یې د اسلامي احکامو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.

په تاجکستان کې د غټې ږیرې درلودونکي نارینه او حجاب اغوستونکې مېرمنې د پولیسو لخوا ځورول کیږي. جوماتونه تر څار لاندې وي او خطیبان یې د حکومت د خوښې خطبې وايي. دارنګه تر اتلسو کلونو کم کسان د جمعې د لمانځه ادا کولو اجازه نه لري، او نه هم د حکومت لخوا له ټاکل شويو دیني علومو پرته په نورو کې برخه اخیستلای شي.

هېره دې نه وي چې تاجکستان له افغانستان سره تقریبا ۱۳۵۷ کیلومټره پوله لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close