کاپیسا: دولتي عسکرو د دو ولسوالیو لارې د ولسي خلکو پرمخ تړلې

عزم(چهار شنبه، ۹سلواغه ۱۳۹۸):راپورونه وایی چې له تیرو څو ورځو را په دېخوا افغان دولتي عسکرو د کاپیسا ولایت د “اله سای اوتګاب” ولسوالیو تر منځ غزیدلې لارې د ملکي خلکو پر مخ تړلې دي.

ځایي خلک وایي، ګډوځواکونو په دې پلمه دا اقدام کړی چې ګواکې یادو سیمو کې طالبان اوسیږي او د سیمې خلکو ته یې ګوتڅنډنه کړې، تر هغو یې چې ددولت پلوه ملیشو ملاتړ نه وي کړی، ټولې لارې به یې پرمخ بندې وي.

د ځایي خلکو په وینا چې د لارو د بندیدو له امله د اله سای خلک دخوراکي توکو، دارو درملو او سون موادو له سخت کمبود سره مخ شوي، مریضان او مسافر یې په تګاب کې بند پاتې او نه شي کولی خپلو کورونو ته یې ستانه کړي.
د سیمې خلک وایي، د دوی سیمو کې طالبان شتون نه لري او که وي هم نو د مرکز کاپیسا په ګډون ټولو سیمو کې هومره فعالیت لري او د دوی په اړوندو سیمو کې د دولت پلوه ملیشو دا اقدام د مور اومیرې سلوک بولي.

د چارو شنونکي وایي دولت پلوې ملیشې پر ولسي خلکو تر بمباریو وروسته اوس پر هغوی اقتصادي کلابندي راولي ترڅو د طالبانو له ملاتړ یې واړوي، خو په وینا یې چې دولت ته به ددې کار زیان ترګټې ځکه زیات وي، ځکه ښایي طالبان هم په ورته متقابل ځواب لاس پورې کړي چې زیان به یې ټول ولسونو ته اوړي او بس  .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: