د قرن غازي

شاعر: داود همت

زه د ګـــــــرم، او دسره سـنګر سپاهـي یم
ښه یم، سـتړی یم، که مړیم ،که زخمي یم

ساتندوی یم ســــتا دبرم ســـــتا دخاوري
لاروی داکـــــــــــــــــــبرخان او ابدالي یم

چي دینداره اوهوښیار،شې بیا به پوه شې
چي زه څـــومـــــره ستالپاره دفا عي یم

یرغمل ذهـن به څــــرنګه دَرک کـــــــــــړي
چي زه ولي څه لپاره قــــــــــــــرباني یم

ای) تـونـدروه ،دهشـتګر مــــــه راته وایه
ســـتا ریښتونی راهـنمایمه داعـــــــي یم

ســـــــوکالي، نجات، راوړم درته په وینو
زه راوړو نکی درڼا او نیکمرغــــــــي یـم

احـــــــــــــترام مي دی لازم داود هــمته
زه د دغـــه څـــــورلسم! قــــرن غازي یم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close