بغلان پلخمري کې د حوزې د آمر په ګډون ۱۸ تنه عسکر وژل شوی دي

عزم(سه شنبه، ۸ سلواغه ۱۳۹۸): د بغلان ولایت ځایي چارواکي وایي چې بیګا شپه طالبانو د بغلان مرکز پلخمري اړوند خواجه الوان سیمه کې په حوزې باندې برید کړی چې د حوزې د آمر په ګډون یې ۱۸ تنه سرتیري وژلي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت رسنیو ته ویلي چې بیګا شپه د خواجه الوان سیمه کې طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوسته باندې برید کړی دی، خو وایي چې تر دمګړی د تلفاتو په اړه معلومات نشته.
 
همدا راز د ولایتي شورا غړي سمیع الدین ناظر هم ویلي چې د خواجه الوان سیمه کې طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوسته برید کړی، ټول سرتیري یې وژلي، وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.

ناظر ویلي چې همدا راز په یوه بله پیښه کې د کابل بغلان په لویه لار د دوشي ولسوالۍ اړوند یو تن سرتیری وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د بغلان ولایت څخه سیمئیزې سرچینې وایي چې طالبانو د خواجه الوان سیمه کې د دغې حوزې د آمر فرید اندرابي په ګډون ۱۸ سرتیري وژلي، وسلې او مهمات یې ترې وړي دي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی، ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پلخمري ښار اړوند الوان سیمه کې یې دوهمه امنیتي حوزه باندې چاپه وهلې چې په ترڅ کې یې حوزه نیولې، د قومندان فرید اندرابي په ګډون یې ۱۷ پولیس وژلي او یو تن یې ژوندی نیولی دی.

مجاهد ویلي چې همدا راز یې یو هاموي ټانګ، او خورا ډيره سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي توکي هم لاسته ورغلي او ۲ نور هاموي ټانګونه یې له منځه وړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: