غور کې ولسي خلکو د پنځمې ورځې لپاره هم د دولتي ادارو دروازې تړلې دي

عزم(یکشنبه، ۶ سلواغه ۱۳۹۸): د غور ولسونو نن پنځمه ورځ حکومت ته جدي اخطار ورکړی او ویلي یې دي که غږ یې وانه وریدل شي د حکومت نمایندګان به له خپل ولایت وشړي او د فعالیت اجازه به ورنکړي.

دوی په حکومت اعتراض کوي چې د ۱۳۹۹ مالي کال په بودیجه کې د غور ولایت لپاره موازنه او انډول په پام کې نده نیول شوی او وایي چې که غوښتنې یې ونه منل شي هیڅ دواتي اداره به فعالیت ته پرینږدي.

دوی وايي چې مرکزي سړک د افغانستان یوه ترټولو مهمه او ستراتیژیکه لاره ده، په وینا یې باید ورغیږي او جوړیدل یې د هیواد د وګړو په ځانګړي توګه د مرکزي سیمو په اقتصاد کې مثبت اغیز لري.
همدا راز دوی وایي په دغه بودیجه کې باید د “ګرم آبک پوزلیچ” د برېښنا بند جوړېدل هم شامل شي.

پاڅونوال وایي له یوې تر بلې ورځې یې لارویان زیاتیږي او له لرې پرتو سیمو هم خلک ورسره یوځای کیږي، خو حکومت تر اوسه د دوی غوښتنو ته هیڅ کوم مثبت یا منفي ځواب ندی ویلی.

بلخوا د غور ولایتي چارواکي د پاڅونوالو غوښتنې په حقه بولي او وایي چې له مرکزي حکومت سره یې شریکې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: