هلمند کې د مېوه لرونکو ونو ۲زره بڼونه جوړېږي

عزم(‌شنبه، ۰۵سلواغه، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په قوریو او نرسریو کې څه باندې یو مېلیون مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي روزل شوي او په فني او مسلکي توګه وېش ته چمتو شوي دي.

ددغو نیالګیو له ډلې ۱۲۰ زره یې د یاد ولایت د کرنې ریاست اړوندو قوریو کې او پاتې ۹۰۰ زره نور هغه یې ددې ادارې تر څار لاندې دخصوصي سکټور له خوا روزل شوي دي.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، په پام کې ده، چې سږ د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ځمکوالو ته له زر تر دوه زره جریبه د مېوو نوي بڼونه جوړ کړو.

دی وايي، د نوي جوړېدونکو بڼونو د اړتیا وړ نیالګي به له همدغو قوریو او نرسریو څخه پېرل کېږي او پر بڼوالو به وېشل کېږي.

د الکو په خبره، په هلمند کې د هغو ونو بڼونه جوړوي، چې ژر مېوه نیسي او هم له د کیفیت او کمیت له امله ښه وي.

هلمند د کرنې او بڼوالۍ لپاره پراخه ځمکې لري؛ خو د کمې پاملرنې له امله یې تراوسه ډېرې ځمکې شاړې پاتې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close