ټول سر نه يواځي دوه غوږونه خو خلاص كړئ؟!

 

محسن پكتين

څه د پاسه يوه مياشت وړاندې د اشرف غني، اسدالله خالد او خوشال سادات له لوري د بلخ ښار مركز د جگړې په ډگر بدل شوی و چې د دوی اړوند ټوپكمار نظام الدين قيصاري پر كور د سپكو او درنو وسلو، تو غنديو او هوايي بريدونه ترسره شول، له۲۴ساعته زيات وخت يې ونېوه او پكې د دوه اړخېزي جگړې له أمله دواړو خواوو ته د مرگ ژوبلي ترڅنگ  د دغې گڼ مېشته سيمي ولسي خلكو كورونو ته هم دروند زيان واوښت.

د دغې خپلمنځي جگړې هدف كه څه هم د قيصاري نېول!! ياهم وژل!! ښودل كېده، خو له يادي مودې، مرگ ژوبلي او زيانونو وروسته دجگړې روښتونې انگېزه او دا چې د قيصاري نېول يا وژل هدف نه و هغه مهال په ډاگه شول چې نوموړی د جنرال دوستم د گارد په مرسته د جگړې له صحنې و وت او له يو بل ځای په رسنيو كې را څرگند شو.

اوس چې پر ياده پېښه مياشت اوړي قيصاري تازه په بلخ كې د جرمني له قونسلگرۍ راښكاره شوی او اشرفغني پرې د بيا پخلاكېدو غږ كړی دی، دا چې بهرنيان كه څه هم د سفارت لوړ پوړي هغه نه بلكې د قونسلگرۍ عمله وي، خو دلته د گوډاگېتوب د انتها له أمله د لوړپورو چارواكو كار وركوي، كه د جمهور رئيس، دفاع وزير او د كورنيو چارو ارشد معين په وړاندې يو سيمه ايز ټوپكی پناه ور وړي هم مطلق بريالی دی، له همدې وجې قيصاري د خپل وروستي آدرس په توگه د جرمني قونسلگري په نښه كړې او له هغه ځايه له خپلو لوړپوړو گوډاگيو ښه په نره د كور د وېجاړۍ۵ميليون ډالر تاوان او۱۲۰۰كسيزه د يادو گوډاگيو له واكه وتلې او خپل سرې ډله غواړي چې اشرفغني هم له ځنډ پرته ياد تاوان او د دې نيم شمېر ملېشه ورته منلې ده.

ورسره خوشال سادات چې د قيصاري پر وړاندي جگړه كې يې رول لرلی، د امر ستار پر وژلو يې امرولا سالح ته ټكان ور كړی او په كابل كې د شته نا أمنيو له عاملېنو څخه دی هم اشرفغني له دندي گوښه كړی چې په كمه بيه درې غټي گټي وكړي او كه څه هم چې نوموړی يې د دفاع وزارت د زدكړو څانگه كې گمارلی خو د سرچېنو له قوله ياد وزارت نه دی منلی، په هر رنگ موږ هغه مهال هم په يوه ليكنه كې د دې وړاندوينه كړې او دا يې عملي بڼه ده.

قيصاري خو به د كور د وېجاړۍ درې برابره تاوان او تر پخوا ډېره ملېشه ترلاسه كړي او دا به ټول په دغه جگړه كې د وژل شويو او نېول شويو هغو په مټ او د سر بيه وي، خو د يادو قربانيانو خپل تاوان به څه وي چې كورنيو ته يې ور كړل شي؟ د ولسي وگړو كورونه چې د قيصاري د گاونډېتوب له أمله وېجاړ شوي بايد نوموړي د خپل كور د تاوان ترڅنگ د هغو تاوان هم ورته واخلي، ښكاره خبره ده چې د دغو جنايتكارانو لپاره بايللي سرونه او ولسي خلكوته اوښتي زيانونه پر دوی نه پور كېږي او نه كوم شخصي تاوان لري، بايللو سرونو چې كومې اجورې پر خپل ژوند گټلې وې همغه دي، نو ولسي خلك به يې څنگه پوروړي شي.

بل دا چې قيصاري جنايتكار او له۱۸۰تر۲۰۰تنه وسلوال يې لرل ټول خپل سري بلل كېدل او څو تنه په ياده جگړه كې ترې كم شول، خو اوس اشرفغني د هغو په بدل كې همدا جنايتكاره ملېشه له۴ تر۸برابره نوره هم ور پراخوي، سمبالښت به يې كوي او بيا به لا هم خپل سري ورته وايي، دا په ډاگه ښيي چې نه له دې مخكې كوم جنايتكار ټوپكمار او ډله يې خپل سرې وه او نه هم بيا، بلكې اشرفغني د دوی له جنايتونو څخه ځانته د برأت لپاره دغه نوم او لاره په كار اچوي، جنايي پېښي ټولي اشرفغني ته رسېږي او ټولي جنايتكاري څيري هغه گماري او اكمالوي.

په دې ډول ملېشې به د اشرف غني له پلويانو جوړي وي، هغه به رسمي كړې وي، هغه به يې اكمالوي، د هغه په غوښتنه او تائيد به جنايتونه ترسره كوي او… خو خپل سرې به لاهم وي، ياني د اشرفغني تر واك لاندي به نه شمېرلي كېږي ترڅو خپل جنايات په نړيواله محكمه كې د دوی پر خپل سرېتوب توجېه او د دوی پر اوږو يې ور واچوي، تر دې وړاندي چې په نړيواله محكمه كې د جنايتكارۍ دوسيې ورپسي جوړي شوې هغه جنايتكاران هم ځيني رسماً په لوړو پوسټونو او ځيني نور يې د زورواكو او خپل سرو په نوم گمارلي، په دې ډول د كابل اداره گۍ بشپړه جنايتكاره او برعكس جنايتونه هم ټول پر همدې ادره گۍ راټول دي چې پكي تر هغې بلي يې همدغه د لنډغرو او تش په نوم خپل سرو برخه مخكښه او حاكمه هم ده.

و دي شي! دغه ډله دي له۱۸۰تنو څخه څه باندي۱۲۰۰ته پراخه شي، د خپل سرې ډلي نوم دي ورته و كارېږي، همداسي دي د هغو جنايتونو لپاره و كاروله شي چې له ترسره كولو سربېره ترې په نړيواله محكمه كې ځانته برأت وركوي او ياده محكمه چې په افغانستان كې د بهرنيانو جنايات د هغوی له معقولي او قانوني توجېه پرته هم نشي څېړلی كورنيو ته دي هم په دې ډول توجېه برأت ور كړي، نه څه نوې خبره ده، نه مو پرې نيت بد دی، نه ترې گېله كېږي او نه دغه ملېشې د ولس له منگولو خلاصېدی شي، بلكې طالبان به يې له بېخه رېبي، كه ترې بچ هم شي خو سبا بيا اشرفغني په يوه مرموزه معامله پرې هوايي او ځمكني عمليات كوي او د خپل سرو پر نوم يې وژني.

خو دا پر دوه روپۍ شويو د مفسدو معامله گرو غولولي پلويان يې اوس څوك وپوهوي چې له وېنو او سرونو يې معامله گر مشران ابزاري استفاده څه چې عين ابزار يې ترې جوړ كړي او هغه هم د دوو روپو، په جگړه او جوړجاړي دواړو كې همدغه ابزاري وېنه، سرونه او پر لاس وركړې وسلې دي، پر همدغو غولېدلو جنگياليو باندې معامله ولاړه ده كه د جگړې په بڼه وي او كه د جوړجاړي او كه دوی وي معامله شته او كنه وي بيا د معاملې ابزار نشته، خو ځاني ارزښت يې بيا د دوو روپو دی، مخكي په بديو كې يوه يا دوې ښځي ور كولې كېدې چې يو ستر ظلم او ناروا رواج و، خو اوس اشرفغني قيصاري ته په بدۍ كې د نارېنوو يوه بشپړه ملېشه وركړې.

دغه غولېدلي لا بياهم نه پوهېږي چې دوی هغه ټوپكمار ته په قمار بدۍ كې د ښځو د لسمې برخي معادل ټېټه بيه ور كول كېږي چې د هغه د وژلو!! په تكل يې مياشت مخكې ورسره په نره له۲۴ساعته زياته جگړه وكړه، پكي خپل ژوند يې له گواښ سره مخ او د څنگ ياران يې ترې و وژل شول، دوی ته د يادي جگړې ښودل شوې انگېزه او هدف بالكل دروغ ثابت شول ورسره اصلي انگېزه يې هم په ډاگه شوه چې بالكل په ياده جگړه او سرښندنو نه ارزېده او بيا به هم د دې غولېدلو مړ او ژوندی د همداسي مرموزو معاملو او جگړو لپاره د همدې جنايتكار ټوپكمار په واك كې وي، گوړي به نه پر وېشي.

زه دوی ته وايم چې دا هرڅه ستاسو تر ستر گو تېر شوي او تېرېږي، خو ښايي د گوډاگيو گوډاگېتوب وي چې د سترگو لېدلو ته دومره پام نه كوی لكه د غوږو اورېدلو ته، سر خو بېخي نه خلاصوی او سربند ياستی، نو د خدای ج په روی ټول سر نه يواځي دوه غوږونه خو خلاص كړئ؟! ترڅو د سترگو ليدلو مواردو په اړه په غوږو هم واورئ سر به مو هم خلاص شي، له طالبانو سره مو هم په همدې ډول تېر وتنه او غولېدلو را اخيستې، وېنه او سرونه كه مو په مرموزو معاملو كې ځي او كه هم د طالبانو پر وړاندي، خو ستاسو لپاره پر دوه روپۍ او مشرانو ته مو يې پر ميليونونو ډالرو تمامېږي، د دوی په واك او د دوی ترمنځ قمار کې د لاس پرلاس کېدو ارزښت مو د ښځي د لسمي معادل دی.

چې دوه غوږونه مو خلاص كړل او سر مو ورسره خلاص شو، نو دا بې گټي سترگي پټي كړئ او پر خپل راتلونكي ليږ سوچ وكړئ، ډېر زر د ځان، ژوند او ويني ارزښت در مالومېږي او داسي پرېكړه كولای شی چې څرنگه/څه ډول خپل هرڅه خوندي كړو او ترې خپله گټه پورته كړو؟! پرته له دې چې د كوم گوډاگي په واك كې مو وركړي وي او هغه يې د خپلو گټو ابزار وگرځوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close