ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال بودیجه تصویب کړه

عزم(سه شنبه، ۲سلواغه ،۱۳۹۸):ولسي جرګې نن په یوه علني ناسته کې د راتلونکي ۱۳۹۹لمریز کال بودیجه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.
که څه هم ځینو وکیلانو له لویه سره یاده بودیجه له دې امله ردوله، چې ګواکې اړوندو ولایاتو کې یې پروژې په پام کې نه دي نیول شوې، خو بیا هم ننۍ غونډه کې لوی شمیر وکیلانو د بودیجې په تائید سره رایه ورکړه.
ننۍ ناسته کې د بودیجې تصویب ته ۱۰۱ موافقې او ۴۵ مخالفې رایې ورکړل شوې او په دې توګه د راتلونکي مالي کال بودیجه ومنل شوه چې ارګ یې هم هرکلی کړی دی.
د راتلونکي ۱۳۹۹ کال بودیجه تر ۴۲۸ میلیارد افغانیو زیاته ده چې ( پنځه نیم میلیارده ډالر معادل) کیږي او له مخې یې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ د عادي بودیجې او ۱۳۹ میلیارد افغانۍ د پراختیايي بودیجې لپاره ځانګړې شوې دي.

له عادي بودیجې د دولتي کارکونکو او دولتي ادارو لګښتونه پوره کېږي او پراختیايي بودیجه بیا پر رغنیزو پروژو لګول کېږي.
له ټاکل شوې بودیجې ۶۳ میلیارده افغانۍ یې اختیاري بودیجه ده چې له ملي عوایدو پوره کیږي او ۷۵ میلیارده نوره یې غیر اختیاري ده چې بهرني مرسته کوونکي هیوادونه یې ورکوي.
چارواکي وایي، راتلونکي کال کې د عوایدو کچه ۲۰۸،۹ میلیارده افغانۍ اټکل شوي چې ۴۸ سلنه بودیجه به تأمین کړي.
د چارواکو په وینا چې د ۱۳۹۹ کال په بودیجه کې لویه کچه پیسې امنیتي ځواکونو ته ځانګړې شوې، ورپسې د پوهنې، ترانسپورټ، مخابراتو، انرژي او عامه خدماتو ته بیلې شوې دي
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د ملي بودجې د طرحې په اړه د خپلو موندنو د راپور  خپرولو پر مهال ویلي وو، چې د ملي بودجې ډېره برخه امنیتي سکټور ته ځانګړي کول او په‌کې احتیاطي کوډونه، د یادې بودجې د طرحې جدي ستونزې دي او په وینا یې چې “د افغانستان له حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې د دفاعي او امنیتي بودجې کمولو ته پام وکړي او په دې اړه دې بحثونه پیل کړي. همدارنګه احتیاطي کوډونو ته دې هم جدي بیا کتنه وشي چې ملي بودجه په ښه توګه ترتیب شي.”

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ ټینګار کړی وو چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د بودجې طرحه په ټوله کې نیمګړتیاوې لري او ولسي جرګه‌یې باید له تصویبولو دمخه بیا وویني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close