کتاب د ژوند غوره ملګرى

 

ليکنه : نورالله سعيد
کتاب په يوازېتوب کې ښه ملکرى،زړه ته ډاډ ورکونکى او دناپوهۍ په تروږميو کې ځليدونکى څراغ دى.

هيڅ کتاب له ګټورو معلوماتو څخه بې برخې نه وي،هرو مرو په علمي او هر اړخيزو ګاڼو سيګار وي.

دکتاب په بهانه داليکنه درسره شريکوم الله تعالى دوکړي چې تراخره يې ولولئ.
ګرانه وروره داياد لره چې دبشريت په تاريخ کې ترټولو غوره،سپڅلى،محفوظ او زړونو ته ډاډ(سکون)ورکونکى کتاب قرانکريم دى.
ګرانه وروره که غواړى چې په دنيا کې ډاډمن او آرام ژوند وکړى،غمونه او پرېشانۍ د له منځه ولاړې شي او اخروي ژوند د روښانه وي نو دقرانکريم تلاوت مه هيروه،ځکه ددنيا او آخرت نيکمرغي په همدې کتاب سره تر لاسه کيداى شي.
دامنم چې دقرانکريم په تلاوت سره زړونه ډاډمن کيږي،او يوازې همدغه کتاب دى چې د يوه حرف په تلاوت سره حد اقل لس نيکي ترلاسه کيداى شي.

خو ګرانه وروره مهمه داده چې لومړى همدغه اسماني کتاب ته په خپله زده کړې او بيا يې نورو ته وښيې،ځکه رسول الله صلى عليه وسلم فرمايي(خیرکم من تعلم القرآن وعلمه)
بهترين أو غوره ستاسو هغه څوک ده چي قرآنکريم زده کړي أو بيا يې نورو وښيي.

خو پام کوه چې دا فکر ونه کړې چې قرانکريم يوازې دتلاوت،مچو کولو،دم کولواوحترام کولو…لپاره نازل شوي.

بلکې قرانکريم داللهي فرامينو يوه ټولګه(مجموعه)ده،
ددې لپاره نازل شوې چې زه او ته عمل پرې وکړو،او د ژوند قانون يې وګرځو.

دقرانکريم اصلي عزت اواحترام دادى چې حلال يې حلال اوحرام يې حرام وګڼل شي او عمل پرې وکړل شي.

اوبل داچې دمسلمان بنده لپاره تر ټولو غوره(بهتره) اساسي قانون قرانکريم دى،داسې قانون چې دځمکې او آسمانونو دخالق لخوا دخپلو بنده ګانو لپاره انتخاب شوى اودخپل نازنين استازي جبرائيل امين په واسطه يې په سرور کائنات حضرت محمد صلى الله عليه وسلم باندې نازل کړى دى.

خو متاسفانه چې نن زمونږ بعضې په نامه مسلمانان چې دغرب له ډالرو،اودهغوى له دنيوي دبدبې متاثره شوي،دالله تعالى په ځمکه او دالله تعالى پر بنده ګانو باندې ددغه ستر اسماني قانون پرځاى ديموکراسۍ(جمهوريت)دخلکو لپاره داساسي قانون په حيث وړاندې کوي.

تعجيب دهغه چا پر حال دى چې ځان مسلمان بولي او بيا هم په خپل هيواد کې داللهي قانون پرځاي ديموکراسۍ
(جمهوريت)غواړي په داسۍ حال کې چې ديموکراسۍ ډاګيز کفر دى او قران ښکاره نور دى،اوبل داچې ديموکراسۍ دکفري افکارو مجموعه ده او دکفارو لخوا بشريت ته دهغوى دقانون په حيث وړاندې کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close