حکومت به تر کومه د سولې مخالفت کوي؟

کله چې د سولې خبره شي، نو حکومت پکې حتماً یوه ټکه راغورځوي: اساسي قانون، اتلس کلنې لاسته راوړنې، جمهوریت، ولسواکي او ... دوی هغه اساسي قانون سره کرښه گرځولې چې همدا اوس پرې اشرف غني او عبدالله عبدالله غبرگې پښې اېښې دي.

خط اول

سوله د ټول افغان ولس هیله ده. افغان ولس نور نه غواړي، چې د امریکايي لوري په هغو شعارونو وغولېږي، چې دا تېر ۱۹کلونه یې زمزمه کوي. ولسواکي، بشري حقوق، مدني حقوق، ټاکنې او … موږ دا هر څه ولیدل.

دغه شعارونه د حکومت له لوري یوازې هغه وخت ورکول کېږي چې کله د سولې خبره شي. امریکايي ولسواکي داسې حال کې ده چې اوس یې پر مرۍ ټول حکومت پښې اېښي او وروستۍ سلگۍ یې دي. بشري حقوق خو موږ ښه وینو. هره شپه چاپه، بمبار، وهل، ټکول، بندي کول او د بې‌گناه خلکو په کلونو ـ کلونو زنداني کول. مدني حقوق یوازې چارواکو ته ورکول کېږي. د ارگ په څو مترۍ کې هم خلک برېښنا نه لري، روغتیايي خدمتونه په نشت حساب دي. د ټاکنو خو پوښتنه مه کوئ. په نوره نړۍ کې ټاکنې وشي، په سبا یې گټونکی او بایلونکی معلوم وي.

دلته یو مېلیون رایې په شپږو میاشتو کې هم نه حسابېږي. تېرې ولسمشریزې ټاکنې د تلې پر ۶مه ترسره شوي؛ خو تراوسه یې گټونکی معلوم نه دی. ۹مېلیونه خلکو د رایې ورکوونکې لپاره نوملیکنه کړې وه؛ خو یوازې ۱.۸مېلیونه خلکو پکې برخه واخیسته. تېرې ټاکنې د افغان ولس له لوري پر امریکايي ولسواکۍ درنه څپېړه وه. خلکو د دې پر ځای چې په ټاکنو کې خلک برخه اخیستنې ته وهڅوي، خلک یې دې ته هڅول چې په ټاکنو کې برخه وانه‌خلي.خلک نور د حکومت له تشو شعارونو په تنگ راغلي. خلک نور نه غواړي چې د حکومتي چارواکو له لوري په داسې شعارونو تېروځي چې یوازې خبرې وي؛ خو د عمل څرک یې نه لگېږي.

کله چې د سولې خبره شي، نو حکومت پکې حتماً یوه ټکه راغورځوي: اساسي قانون، اتلس کلنې لاسته راوړنې، جمهوریت، ولسواکي او … دوی هغه اساسي قانون سره کرښه گرځولې چې همدا اوس پرې اشرف غني او عبدالله عبدالله غبرگې پښې اېښې دي. د افغانستان په اساسي قانون کې گډ حکومت نه‌شته؛ خو دواړو د دې لپاره چې واک ولري پر اساسي قانون یې پښې کېښودې او گډ حکومت یې جوړ کړ.

اتلس کلنې لاسته راوړنې یوازې د میلیاردونو ډالرو غلا ده. په بهر کې د حکومت عادي چارواکي هم مېلیونونه ډالر پانگونې کړي.

جمهوریت داسې حال ته رسېدلی چې د یوه حکومت دوه سرونه دي او له دواړو جلا ـ جلا غږونه راوځي. په تېرو شپږو کلونو کې تراوسه اشرف غني او عبدالله د یوه بل مخالفت دي. حکومت یې وېشلی، دواړه جلا خبرې کوي، د ملت شتمنۍ لوټي او په بهر کې یې کورنۍ پرې هوسا ژوند تېروي.

د امریکايي یرغل پاڼه اوړي. امریکا به یوه ورځ حتماً له افغانستانه پښې سپکې کړي. د امریکايي چارواکو په څرگندونو کې هره ورځ بدلون لیدل کېږي. طالبان نه تسلیمېږي، په ښکاره وايي، که امریکا د پاتې کېدو هوډ لري، دوی ورسره د سلو کلونو د جگړې لپاره تیار دي. نو حکومت په کوم دریځ د سولې مخالفت کوي؟ له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره یوازې د خپل پايښت غم دی. دوی پوهېږي، که طالبان راشي، بیا داسې لاپې نه‌شي وهلی لکه اوس چې لگیا دي.

حکومت ته پکار ده چې د سولې د مخالفت پر ځای د سولې لپاره تړلې دروازې پرانېزي. دوی باید درک کړي، چې روانه جگړه نشي گټلای او اوس هم له ماتې سره مخ دي. دوی به بېرته هغو هېوادونه ستانه شي چې له کومو هېوادونو راوارد شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close