د سولې د مذاکراتو، اوربند او ټاکنو په اړه له استاد محمد زمان مزمل سره د عزم ځانګړې مرکه

عزم دا ځل له لیکوال او د سیاسي چارو له شنونکي، استاد محمد زمان مزمل، سره پر سوله، ټاکنو، مذاکراتو او اوربند باندې مرکه کړې ده.

ښاغلي مزمل له عزم سره په خبرو کې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو په تړاو وروستیو بدلونونو او مجلسونو ته په اشارې سره وویل چې ښکاري ځینې مسایل لا هم پاتې دي.

د نوموړي په اند، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او امریکا ته امنیتي ضمانت د مذاکراتو ”د ملا د تیر حیثیت“ لري، او طالبان له خپلو خلکو سره کومه غټه مسئله نه لري.. له طالبانو سره د اساسي قانون او د راتلونکي نظام د نوعیت ترڅنګ نور واړه مسایل په بین الافغاني تفاهم سره حل کېدای شي.

د ښاغلي مزمل په نظر، ټاکنې چې غالبا دویم پړاو ته به ولاړې شي، ګڼې ستونزې نشي حل کولای، له همدې امله باید افغانان یو بل بدیل وسنجوي.

مزمل وايي چې طالبان او کابل حکومت باید د اوربند په تړاو ډېره توندي ښکاره نه کړي، حکومت دې د طالبانو لخوا د بریدونو په کموالي صبر وکړي، او د اوربند په شمول نور مسایل دې له امریکا سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته په بین الافغاني مذاکراتو کې راپورته کړي.

مرکه لاندې اورېدلای شئ:

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close