سرې کرښې یې بیا په شنو بدلیږي!!!

حمزه حسیني

افغان حکومت چې اتکاء یې دغرب په غلامي باندې متمرکزه ده، غواړي د سولې روانې خبرې یو ځل بیا له خنډ و ځنډ سره مخ کړي، دوی هڅه کوي چې د اوربند موضوع سره کرښه وګرځوي؛ ځکه طالبان نه غواړي په داسې حساسو شرائطو کې اوربند ته زړه ښه کړي، نو دوی له موکې نه په استفادې سره په اوربند ټینګار کوي چې ګواکې دسولې خبرې بیا ناکامه شي، اما طالبان د تاوتریخوالي کچه راکمولی شي، هغه هم په دې مانا چې بهرنیو ځواکونو ته له افغانستانه دوتلو زمینه برابره کړي.

ویسا ورځپاڼې هم په ننۍ ګڼه کې د افغان حکومت دې مغرضانه کړنې ته په اشارې ویلي، افغان حکومت اصلًا سوله نه غواړي؛ نو ځکه د سولې په وړاندې د ”اوربند“ په نوم خنډونه ایجادوي، د ورځپاڼې دا خبره تر ډېره سهي ده؛ ځکه پخواني ولسمشر حامد کرزي هم څو ورځې وړاندې ویلي و، چې افغان حکومت باید سولې ته ژمن پاته شي او د اوربند په نوم پلمه دې ځان ته نه جوړوي.

را به شو خپلې اصلي موضوع ته، ان شآء الله دا ځل به د سولې خبرې خامخا یوې نتیجې ته ورسیږي، که یې نتیجه مثبته وه؛ نو د افغان حکومت به دا ځل بیا سره کرښه په شنې کرښې بدله شي، هغه دا چې اوربند به نه وي خو دسولې توافق نامه به لاسلیک شوې وي.

لکه څو میاشتې مخکې یې چې سره کرښه په اصطلاح شنه شوه، ځکه دوی ته د ”انس حقاني“ حفظه الله خوشې کول سره کرښه وه، بیا هم خوشې شو، له همدې امله چې افغان حکومت هیڅ واک نه لري، طالبان یې ګوډاګی رژیم بولي، زما په اند حکومتي چارواکو ته همدا اوس اصلي فرصت په لاس ورغلی دی؛ باید ګټه ترې واخلي او طالبانو سره دې يوزای شي، کنه نو بیا ارمان کوي او وخت تېر وي.

د هغو وروڼو شبهې ته باید ووایم، چې اوربند مؤقت وي، یانې څو ورځې یا څو میاشتې جګړه نه کول، خو سوله دا مانا چې جګړې ته د پای ټکی ورکول؛ نو الله تعالی دې وکړي چې د افغانستان مظلوم او کړېدلي ولس ته امن او سوله د اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې راشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close