د غني او مجرمینو نمایشي اختلاف او پټه یارانه

پر قانون ماتوونکو کسانو باندې د اشرف غني بریدونه او بیا هغوی ته ننواتي کول ښيي چې غني د دې کسانو پر خلاف پرېکنده اقدام نه کوي (او یا یې هم نشي کولای).

خط اول

حکومت اوس له هغه زورواکي سره په جوړجاړي بوخت دی چې تېره میاشت یې د نیولو لپاره له ځانګړو ځواکونو او چورلکو کار واخیست او د یوه ولایت مرکز یې د جګړې په ډګر بدل کړی و.

د تیرې ډسمبر میاشتې په ۱۵مه، د پولیسو ځانګړو ځواکونو په مزارشریف ښار کې د غیرمسؤلو وسله والو د قومندان نظام الدین قیصاري پر کور باندې په ۲۴-ساعته عملیاتو کې ۸ کسان قتل او ۳۰ نور ژوندي ونیول. د عملیاتو موخه د قیصاري نیول و، خو نوموړی نامعلوم لوري ته وتښتېد.

حکومت ویل چې قیصاري د هغه د سرغړونو، له خلکو د پیسو اخیستلو او د غیرمسؤلو وسله والو درلودو له امله نیسي. خو د عملیاتو تر ختمېدو څه وخت وروسته، حکومت د دې پرځای چې د قیصاري نیولو ته کار وايي، برعکس یې ننواتی ورته پیل کړی او امتیازات ورکوي.

د وروستیو راپورونو له مخې، قیصاري له دولتي پلاوي سره په مذاکراتو کې، د تخریب شوي کور د خسارې د جبران لپاره د پنځه میلیونه ډالرو ترڅنګ، د ۱۲۰۰ کسانو د یوې مستقلې قوې غوښتنه کړې، چې حکومت یې د نیمايي کسانو ورکولو ته چمتووالی ښوولی دی. که دا راپورونه سم وي، نو حکومت په کومو سترګو قیصاري ته ملېشې ورکوي؟ هغه قیصاري چې دوی یې د غیرمسؤلو ملېشو درلودو له امله له بند پرته د بل څه لایق نه بولي.

د اشرف غني په امر د امنیتي چارواکو وروستی ادلون بدلون هم ښايي قیصاري ته د امتیازاتو ورکولو د سلسلې یوه کړۍ وي. څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، جنرال خوشحال سادات، له خپلې دندې ګوښه او دفاع وزارت ته واستول شو. زیاتره خلک په دې باور دي چې سادات د قیصاري لپاره له دندې بدل شوی دی. ویل کیږي جنرال خوشحال سادات د قیصاري پر کور باندې د برید تر شا و. تر عملیاتو وروسته قیصاري-پلوو وکیلانو هم پر دې جنرال باندې نیوکې وکړې او د هغه پر ځوابګويي یې ټینګار کاوه.

خو له قیصاري سره د اشرف غني ننواتی باید حیرانوونکی نه وي. غني د قیصاري په څېر څو نورې لوبې هم کړې دي. امنیتي ځواکونو قیصاري یو ځل د ۲۰۱۸ز کال نیمايي کې هم په چل ول ونیو، په چورلکو کې یې کابل ته انتقال کړ، خو تر څه وخت زندان وروسته بېرته خلاصې تڼۍ راووت او خپلو سرغړونو ته یې دوام ورکړ.

 دارنګه، د ۲۰۱۸ز کال په نومبر کې د قیصاري په څېر په جرمونو کې یو بل لتاړ قومندان عليپور ونیول شو، خو تر څو ورځني بند وروسته د غني د لومړي مرستیال په هڅو خوشی شو. په دې وروستیو کې د همدې قومندان د ملېشو په لاس د یوه ترسره شوي وحشت راپورونه رسنیز شوي دي.

جنګي مجرم جنرال عبدالرشید دوستم د غني د قمار یو بله کړۍ ده. اشرف غني په ۲۰۰۹ز کال کې دئ یو ”مشهور قاتل“ بللی و، خو د ۲۰۱۴ز په ټاکنو کې یې خپل لومړنی مرستیال کړ. دوستم په ۲۰۱۶ز کال کې خپل یوه رقیب سپین ږیري ته جنسي ځورونه او شکنجه ورکړه، چې له امله یې اشرف غني له خپل څنګه وشاړه. د دوستم له دې دومره خراب ریکارډ سره سره، غني د تېر کال د ټاکنو پر مهال له هغه سره د جوړجاړي لپاره پلاوي ورلېږل، چې ځینې یې د دوستم له سپکاوي سره هم مخ شول. دوستم دمګړی هم د هېواد په شمال کې فعالې ملېشې لري، او د بشري حقونو د څار ادارې یې د سرغړونو په اړه مستند راپور هم خپور کړی دی.

پر قانون ماتوونکو کسانو باندې د اشرف غني بریدونه او بیا هغوی ته ننواتي کول ښيي چې غني د دې کسانو پر خلاف پرېکنده اقدام نه کوي (او یا یې هم نشي کولای). که نوموړی له جنګي مجرمینو او قانون ماتوونکو سره په مبارزه کې جدي و، هغوی ته به یې ننواتي نه کول – او نه به یې هم د اسدالله خالد په څېر زندان ته د لېږلو پرځای پر لوړو پوستونو ګومارل. HRW وايي، اسدالله خالد د جنرال دوستم په څېر د بندیانو په جنسي ځورونه، شکنجه، قتلونو او نورو جرایمو کې لاس لري، خو د غني له برکته د دفاع وزیر پر څوکۍ ناست دی.

دې پورته حقایقو ته په کتلو باید له غني د مجرمینو پر ضد د مقاومت تمه پرې شي او نه دې هم څوک د هر داسې عمل پر مهال د نوموړي په ابتدايي جذباتي ډزو غولیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close