په کابل کې د غازو بیې راکمېږي

عزم(سه شنبه، ۰۱سلواغه، ۱۳۹۸ل): د مالیې وزارت چارواکي وايي، د اوبلن غاز د بیو د راکمولو لپاره هڅې کوي او د حکومت سربېره یې له خصوصي سکتور نه هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي، د غازو او تېلو دولتي شرکت دغه وزارت ته یوه طرحه وړاندې کړې ده او اوس یې د عملي کولو لپاره کار کوي.

دی وايي، په کومو مغازو کې چې غاز ساتل کېږي، د یوې اوونۍ په موده کې به په کابل کې د غازو بیې راکمې کړو.
خو نوموړي ونه ویل، چې حکومت له یادو مغازو غاز په لوړه بیه اخلي او خلکو ته یې په ټیټه بیه ورکوي او که نور غاز واردوي.
د سوداګرۍ او پانګونې اداره بیا وايي، په شمالي ولایتونو کې د زیاتې واورې ورېدنې، د لارو د بندېدو او د هرات د ترانسپورتي ټولنې د کارکوونکو د اعتصاب له امله د غازو بیه لوړه شوې ده.
اوس مهال په کابل کې د یو کیلو اوبلن غاز بیه له ۷۰ افغانیو څخه تر ۱۰۰ افغانیو پورې ده، خو په دولتي شرکتونو کې د یوه کیلو غازو بیه بیا ۵۲ افغانۍ ده.
د کابل ښاریان وايي، په دولتي مغازو کې د ډېر بېروبار له امله نه توانېږي، چې په ټوله ورځ کې نوبت ورشي، مجبوره دي چې غاز په لوړه بیه وپيري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close